افغانستان

دولتي عسکرو په کاپیسا کې ۱۵ کورونه ویجاړ کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ کب، ۱۳۹۹ل): د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په هوايي برید کې د ولسي خلکو ۱۵ کورونه ویجاړ شوي دي.

د سیمې خلک وايي، دولتي عسکرو له تیرو درې اونیو راهیسې د نجراب ولسوالۍ په افغانیه درې سیمې کې د پوځي عملیاتو پرمهال عامې لارې د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړلي، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د دولتي عسکرو په هوايي بریدونو کې د ولسي خلکو کورونه او عامه تأسیسات نړول کیږي، بلکې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو په «ړندو» هوايي او توپچي بریدونو کې د ملکي خلکو د تلفاتو کچه زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x