نظــر

افغانستان کې د نړيوال استعمار جلال او زوال

الحاج استاذ بیانزی

استعمار یوه عربي کلیمه ده لغت کې ابادولو یا بیا ودانولو ته وایي، د دموکراسۍ په شان هغه شریني ده چه منځ یې له زهرو ډک وي، کله کله بدې کړنې د ښو نومونو لاندې ترسره کیږي په اصطلاح کې استعمار د نورو له حقه حقوقو ناوړو ګټو اخستلو ته ویل کیږي.

د بشري ژوند په شروع کې چې د انسانانو شمیر کم، زمکه او طبیعي منابع پریمانه وي، د استثمار هم کمرنګه وه، مګر د انسانانو د شمیر د زیاتوالي سره د استثمار او استعمار کمیت او کیفیت هم بدلیږي یا زیاتوالی کوي.

له فردي استثمار، ګروپي، قومي او ټولنیز استعمار ته اوړي، د ابزارو د تولید او راکړو ورکړو د زیاتوالي له امله حکومت او قوانین رامنځته کیږي لویو او پیاوړو قومونو لویې سیمې خپلې کړې، د هیوادونو یا ملتونو په نوم ونومول شول.

زمکه یې په پنځو لویو وچو وویشله، په ټولو کې اروپایانو [ لکه انګریزان، فرانسویان، هسپانویان، هالیندیان، ایتالویان او داسې نور] استعماري رقابتونه سره لرل، د نورو لویو وچو هیوادونه یې یو له بل پسې مستعمره کړي وو.
د متعددو استعماري قدرتو شتون درلود تر ډیرو پیړیو دا سلسله روانه وه.

مګر اخري څو پیړیو کې متعدد استعماري قدرتونه د انګریزانو او روسانو په دوه استعماري قدرتو بدل شول، مرکزي اسیا تزاري روسانو او د هند لویه وچه انګریزانو خپله کړې وه او افغانستان یې د مخامخ جنګ د مخنیوي له امله حايل یا نیمه خپلواک پریښي وو، نیمه خپلواک يعنې چې کله به د یوه او کله به د بل د نفوذ لاندې وو مګر خپلواک وو د امان الله خان دوره کې د هغو دوه استعماري قدرتو د استعمار معادلو د بدلون له امله مو له بده مرغه هغه نیمه خپلواکي هم له لاسه ورکړه.

لره پښتونخوا د انګریزانو او بره د روسانو تر منځ وویشل شوه، د نادرخان او ظاهرخان له دورو وروسته زمونږ هیواد هم د روسانو په واسطه اشغال شو.

شرقي استعمار د کمونیزم د فارمول (کور، کالي ډوډی) د شعارو په زمزمه کولو د هر هیواد نهه نوي سلنه ولسونه او د لویدیځ استعمار د کپیتلیزم د فارمول په کارولو د هر هیواد د یو سلنه سرمایه دارانو له حقوقو دفاع کوله.

یعنې شرقي استعمار نهه نوي ځلې په سرمایداري استعمار پیاوړی وو، نو لویدیځ استعمار د تقابل او مقاومت په ځای د شاتګ پالیسي خپله کړه،  تر دې چې د اسمان ستورو ته یې پناه وړل پیل کړي وو.

مګر د افغان مجاهدینو مقاومت په ځمکه کې د ژوند تیرولو لپاره دوباره هیله مند کړل چې په اولو څو کلو کې مجاهدینو له روسانو د هیواد دریمه برخه خپله کړه، لویدیځوالو د شغالانو په شان افغانانو ته لکۍ تر پولې د جهادي رهبرانو سره یې غوږونه نزدې کړل، ویې ویل چې کمونیزم زمونږ ګډ دشمن دی، مونږ هم درسره ملګری یو.

کاشکې جهادي رهبرانو په ډېر احتیاط ملګرتیا ورسره کولی، برخلاف د خوشباورۍ ښکار او د نفس مقابل جهاد کې مات شول امریکا د لاس اړونو په ځای ټول رهبران حتی جهاد هم په بیه رانیولو نیابتي جګړه شروع شوه، جهاد ته یې د سوړ جنګ نوم ورکړ، یعنې د امریکایانو او روسانو جنګ چې افغانان پکې استخدام شوی و.

په هر صورت، روسانو د امریکایي ډالرو، وسلو او افغاني وینو په مقابل کې د مقاومت توان له لاسه ورکړ، روسانو افغانستان امریکایانو ته پریښود او د مجاهدینو په ځای امریکایانو ته تسلیم شول چې له افغانستانه په امن کې وویستل شي.

امریکایانو یې تسلیمي په درې شرطو ومنله:
اول: افغاني کمونستان به ورته په کرایه یا قباله ورکوي، چې د بین الافغاني جنګونو لپاره ترې استفاده وکړي.

دوهم: امریکایی اشغال کی به خپل ټول هوایی میدانونه د ناتو او امریکا په واک کی  او اکمالاتو کی به ورسره لاس اړونه لری.

روسي او انګريزي دواړو استعماري قدرتونه به په یوه نړیوال استعمار کی سره متحد کیږي، له دې وروسته به د یو بل د تقابل په ځای استعماري ګټې سره ویشي او لا به یو بل ته کریدت ورکوي او د دوه استعماري قدرتو دوره پای ته ورسیدله.

په افغانستان کې د نړیوال استعمار جلال او زوال:

نوی نړیوال استعمار یا ( نظم نوین جهانی ) د نړیوالې شاهنشاهي جوړونې لپاره د کاپیټالیزم تر بیرغ لاندې د څو پیړیو په اوږدو کې په ټوله نړۍ په مستقیم او غیرمستقیم  ډول هر اړخیزه نفوذ او تسلط  درلود. يواځني هغه هیوادونه چې د احتمالي اسلامي حکومتو رامنځته کیدو امکانات پکې احساسیدل افغانستان، منځنی ختیز او د افریقا شمال اسلامي هیوادونه وو، اروپایانو او په ځانګړي ډول انګریزانو د افغانانو میړانه او تاریخ لوستی و چې دا هیواد د لویو قدرتو هدیره ده که دا هیواد مو لاندې کړو نړیواله اتلولي ( جلال ) به مو ترلاسه کړی وي، د همدې امله لومړی د ۵۰ هیوادو په اشر او اخري وحشت په افغانستان برید وکړ.

الله ج د نړۍ فرعوني قدرتو ته تل په کم شمیرو او کمزورو قومو ماتې ورکړې او له فرعوني جلال یې د ملعون زوال سره مخ کړی، دوی فکر کولو چې پروني جهادي رهبران او کمونستان مو په بیه رانیولي یعنې د تکبیر وسله مو ترلاسه کړې.

طالبان به په اخري وحشت ختم کړو نور مقاومت به نه محسوسېږي، افغانستان به فتح کړی شو، مګر خالق لایزال له هماغو پرونيو مجاهدینو یو کوچنی ګروپ طالبان ورته وهڅول چې نه یې شمیر، نه یې روزنه ، نه یې پیسې، نه یې وسلې او نه یې وسیلې ورسره د مقایسې وړ وي، هغو کم شمیرو او کمزورو طالبانو د  ګمنامه ملا محمد عمر په مشرۍ لومړی د افغانانو خپل منځي جنګو ته د پای ټاکي کیښود، د نړیوال استعمار د هیلو خلاف یې ملوک الطوایفې ختمې، مرکزي اسلامي حکومت قایم او سرتاسري امنیت یې پلی کړو.

پنځه نوي سلنه خاوره یې خپله کړه، تر دې چې امریکایي د سپټمبر د یوولسمې فاجعې رامنځته کولو او کارولو ته مجبوره کړه چې خپل درې زره بیګناه او بې دفاع امریکایان یې پکې ووژل.

امریکا ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې فاجعې په جوړولو او پلمې کارولو یې د اسلامي نړۍ په ضد د تروریزم په نوم نړیوال جنګ اعلان کړو او ټوله نړۍ یې په دوه برخو ووېشله( زما سره او یا زما دشمن یاست) دا یې د غرور او جلال تر ټولو لوړه کچه وه، د ۵۰ پرمختللو هیوادو په نظامي اشر یې لومړی په افغانستان، بیا په منځني ختیځ ( عراق ) او له هغه وروسته د افریقا په شمالي هیوادو د عربو د پسرلي په نوم بریدونه پیل او زړې مهرې یې په نوو مهرو بدلې کړې.

په منځنی ختیځ کې یې هم استعماري پلانونه په بریالیتوب تر سره شول، برخلاف افغانستان کې د غیر مترقبه ماتو او ناهیلیو سره مخ شول.

مغرور سپه سالار بوش له طالبانو سره د هر ډول مذاکراتو څخه ډډه کوله او دا یې د هغو په رسمیت پيژندنه شمیرله، ویل یې طالبان به اوونیو او لا په میاشتو کې محوه او لا مهاروو.
ان الله خیر الماکرین.

هغه کم شمیره او کمزوري طالبان ورته خالق لایزال دومره پياوړي کړل چې د امریکا په مشرۍ ۵۰ پرمختللو هیوادو ته یې د سر په کوپړیو کې اوبه ورکړې، تر ټولو احمق او مغرور بوش په ډیره ناهیلۍ سره وایي چې:

[ د استشهادی بریدو پیش بیني مو نه وه کړې لکه روسانو چه د تکبیر له  وسلې کارولو سر ټکولو]

هماغه امریکايي په هماغه غرور او پیاوړتیا داسې راوغورځوله چه خپله امریکایانو یې د ادرس پیدا کولو لپاره ورته قطر کې رسمي دفتر پرانستلو او خرڅ و خوراک یې هم  ورته حواله کړل.

هغه مغروره امریکا ماته او په ګونډو شوه چې ویل به یې [ زما سره او یا زما دشمنان یاست ] ټرمپ ورسره د وتلو مهالویش لاسلیک کړ، په ما ډز مه کوئ ۱۴ میاشتو کې به جوپه جوپه ټول پوځونه وباسو.

په هر صورت، د ټرمپ د ریاست دوره ختمه او بایډن سپیڼې ماڼۍ ته ننوت، طبیعي ده چې هر نوی حکومت به لږ تر لږه د پالیسیو په تاکتیکو کې څه بدلون راولي، مګر دا نه شي ویلی چې د دوحې تړون نه منو، وایي د تړون ارزونه یا څېړنه کوو، هو،  زړه یې نه دی چې ووځي، د ځنکدن لغتې وهي، مګر مجبور دي چې ووځي، د شل کاله نور جنګ حوصله، مورال او انرژي نه لري.

هماغه پرونی ګوډ شیطان بیا مقرروي، دا معنی چې د دوحې تړون به سل په سلو کې تایید او تعقیبوي که نه د شوروي اتحاد د برخه لیک سره به مخ کیږي.

نو د اسلامي امارت مشرانو، کشرانو او مجاهد ولس ته د دې سترې بریا او خپلواکۍ مبارکي وایو.

ګورئ چې زړونه ښکته پورته نکړئ، لکه کمکی پهلوان چې لوی پهلوان په ګونډو کړي بیا نو لوی پهلوان لاپې کوي او خپله ماته نشي منلی.

و من الله التفیق

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دکتور مجاهد

ښکلی لیکنه ده، تر لیکنی یی عنوان ډیر ښکلی دی ، د دی عنوان بوری می د امید د اخبار یو لیکنه را په یاد شوه چه کله اسلامی امارت د امریکایانو به واسطه ونړیدلو د امید اخبار چه اوس د امید په نوم نړیوال تلویزون لری د امریکایانو او کانادایانو له خوا وړیا ورکړی شوی چه مشر یی خالد یادیږی. په هر صورت د امید اخبار کی د طالبانو د سرنګون تیا په خوشالۍ یی د ( فرازغ او نشیب طالبان ) تر عنوان لاندی یو اوږد مضمون لیکلی وو او ه وغه اوږده لیکنه کی شمالی تلوالی خپلو… نور لوستل »

هيښ ويښ

د محترم استاد بيانوي صاحب په حقايقو ولاړو ليکنو بې له تائيد نه بل څه د ویلو نشته . د افغان په خاوره د متجاوزو ، اشغالګرو او استعماري قدرتونو د جلال او زوال ( سکندر مقدوني ، چنګېزيان ، عرب ، صفویان ، انګريزان ، شورويان او اوس امريکايان ) واقعيتونه زموږ په تاريخ کې ثبت دي او د موږ د ملت افسانوي مبارزې د هغوی په مقابل کې د جهان د ازاديغوښتونکو اولسونو د پاره مثالي او الهامي پيغام او درس ګرزېدلئ دئ ، چې واقعاا افغانان بايد د خپل تاريخ په دې اړخ فخر وکړي او يادون… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

هیښ ویښ صاحب سلامونه او نیکی هیلی !
یوه نړۍ مننه ، موږ ستاسی تبصره اوس ولیدل چه موږ مو تشویق کړی او موږ ته مو انرجی رابښلی او هم مو په تبصره کی ډیرو نادرو او وزینو ټکو او موضعاتو ته ګوته نیولی او زموږ لیکنه مو لا غنی کړی زه نه بوهیږم چه په کومه ژبه او کومو لغاتو ستاسی ښکلی تبصره تقدیر او تحسین کړم همدومره به ووایم چه الله ج دی اجرونه درکړی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx