افغانستانسولې اړوند خبرونه

عطاء نور: امریکا د مشارکتي حکومت طرحه کې د عسکرو د ایستلو موضوع هم مطرح کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ کب، ۱۳۹۹ل): د بلخ پخوانی والي او د جمعیت اسلامي ګوند د مرکزي شورا غړی «عطاء محمد نور» وایي، د امریکا متحده ایالاتو د ګډ مشارکتي حکومت طرحه له حکومت او سیاسیونو سره شریکه کړې او د یادې طرحې عملي کولو ته بیړه لري.

عطاء نور له طلوع نیوز سره په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په کابل کې له حکومت او سیاسیونو سره د مشارکتي حکومت طرحه شریکه کړې او هغوی ته یې واضح کړې، چې امریکا ددې طرحې عملي کولو ته لږ وخت لري.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «امریکا وايي، دوی ددې طرحې عملي کولو ته کم وخت لري او ټینګار لري، چې تر یو مشخص وخت پورې باید عملي شي، تر  څو دوی خپل عسکر بیا وباسي، دا د هغو موضوعاتو له ډلې دي، چې په طرحه کې  مطرح شوي دي.»

د نور په خبره، په دې طرحه کې د افغانستان د سیاسیونو، ښځو او نورو مطرحو څېرو تر څنګ د طالبانو نظرونه هم اخیستل شوي دي.

د نور له قوله، امریکا ددې  تر  څنګ د طالبانو او افغان سیاسیونو او چارواکو تر  منځ د یوې ناستې  د جوړېدو وړاندیز  هم کړی، چې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې به رابلل کېږي.

یاده دې وي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل ته په خپل وروستي  سفر کې د  مؤقت حکومت طرحه له سیاسیونو او چارواکو سره شریکه کړې او اوس دوحې ته تللی، تر څو د طالبانو د سیاسي  دفتر له غړو سره وګوري او طرحه هغوی ته وسپاري.

ارګ که څه هم تازه د مؤقت حکومت طرحې ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو طالبان وایي، لنډ مهالي حکومتونه د افغانانو ستونزې نشي هوارولی او د افغانستان په ګټه نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

طالبان او اشغلګر د میدان پهلوانان دی د شلو کلو په اوږده لوبه ( ګیم ) کی ګټونکی او بایلونکی معلوم شوی ، لوی پهلوانان اشغلګر او کمکی پهلوانان طالبان وو د کمکی پهلوانانو د مادی امکاناتو او شمیر له مخی یی د لوبی د ګټلو امکانات ډیر کم معلومیدلو مګر دا چه خالق او دهغه مظلوم مخلوق ( مجاهد ولس ) د طالبانو سره ملتیا لرله د اشغلګرو په میلونو شمیر او بی شمیره مادی امکانات یی ورته خس او خاشاک کړل او طالبان یی ورته لکه د همالیی غرونه جوړ او د توقع خلاف هماغه کمکی پهلوانان به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x