دیني، سیرت او تاریخ

د پاستر جان سمیت نهم اعتراض

عبدالغفار جبير

حضرت عیسی علیه السلام د ګناهونو کفاره ده
اعتراض: د حضرت آدم علیه السلام څخه نیولې خدای و ټولو انبیاء ته ویلي دي چي حضرت عیسی علیه السلام د ګناهونو کفاره ده، او و جنت ته څوک په اعمالو او افعالو سره نسي داخلېدلای، دا چي په قرآنکریم کي په ښو اعمالو سره لکه لمونځ، حج، روژه، زکات او نورو سره یو څوک نجات پیدا کوي نو ښکاره خبره ده چي قرآنکریم د خدای کلام نه دی.

ځواب: عبدالغفار جُبیر
دا ستاسو عیسايي نړۍ یو بهتان دی، د حضرت آدم علیه السلام څخه نیولې د  سیدنا حضرت عیسی علیه السلام په شمول خدای پاک هیڅ نبي ته نه دي ویلي چي د خلاصون لاره ښه اعمال نه دي او نې دا ورته ویلي چي ددې ټولو د ګناهونو کفاره حضرت عیسی علیه السلام دی، که موږ د حضرت موسی علیه السلام و تورات ته راسو، په هغه کي هم دا نه دي ذکر سوي، د بایبل د عهدنامه عتیق لومړي پنځه کتابونه (پیدایښت، خروج، استثناء، لاویان، اعداد) چي تاسي ورته توریت واياست، په دې کي نه کفاره سته او نه دا راغلي دي چي نجات په ښو اعمالو سره نسته.
کفاره څه شی ده؟

کفاره د عیسائیت یوه بنسټیزه عقیده ده، و دې عقیدې ته په عیسائیت کي (Doctrine of Atonement)  وايي، عیسایان په دې عقیده دي چي حضرت عیسی علیه السلام زموږ د ګناهونو کفاره شو، او هر هغه څوک چي پر حضرت عیسی علیه السلام باندي ایمان راوړي هغه له ګناهونو څخه خلاص دئ، خو اصل خبره داسي نه ده دا ځکه هغه په میلیونهاوو انسانان چي د حضرت عیسی علیه السلام مخکي تېر شویدي هغه به څه کوي؟ چي دغه عقیده خپله بایبل د حزقیل کتاب هم ردوي.

خپله مقدس بایبل کفاره ردوي:
هغه نفس چي ګناه وکړي هغه باید ووژل شي مګر که یو څوک صادق او عدل والا وي، او غوښه له وینو سره نه خوري، …. د خپل همسایه ښځه نه ناپاکه کوي (زنا نه ورسره کوي)، او د حیض والا ښځې ته نژدې نه ځي، پر چا ظلم نه کوي، او رهن واپس ورکوي، او لوږو ته ډوډۍ ورکوي، او لڅ پټوي، چاته قرض په سود نه ورکوي، ناحقه ګټه لاسته نه راوړي، زما د قانون مطابق ځي، دغه کس واقعاً صادق دئ دی ژوندی پاتي کیږي.( حزقیال: ۱۸ باب:  ۱۰ـ ۱۴)

په دې ایاتو کي په ښکاره سره ویل سویدي چي که چا ګناه وکړه هغه باید ووژل سي او کې ګناه ونکړه او ښه کارونه یې کول لکه پورته چي ذکر سویدي هغه باید ژوندی پاته سي، چي موږ دوه مهم ټکي ورڅخه اخلو:

۱: داچي تاسي وایاست (The soul who sins that shall die. Ezekiel 18: 20)  یعني حضرت آدم علیه السلام د غنم دانه وخوړل او خدای د هغه د ګناهونو د کفارې لپاره حضرت عیسی علیه السلام قرباني کړ، خو دغه ایاتو کي دا هم راغلی دي چي که ښه اعمال تر سره کړي بیا باید مړ نکړل سي، چي د کفارې پر ځای ښه اعمال د نجات هسته ده.

۲: داچي ستاسو د مقدس کتاب په آند چي ښه کارونه دي هغه ټول تاسي نه منئ او د مقدس بایبل دا مقدس اصول مو مات کړیدي، زنا تاسي کوئ، سود تاسی کوئ او داسي نور…

په کتاب حزقیال کي راغلی دي:
هغه چاچي ګناه وکړه هغه به سزا ویني، د پلار د ګناه سزا و زوی ته نه ورکول کیږي او نه هم د زوی د ګناه سزا و پلار ته ورکول کیږي، بلکي صادق سړی به د خپل صداقت بدله مومي او شریر سړی به دخپل شر سزا ویني. (حزقیال: باب ۱۸: ۲۰، ۲۱)

د پلار (حضرت آدم علیه السلام) په ګناه زوی (حضرت عیسی علیه السلام) نه نیسي، بلکې هر څوک به د خپلو اعمالو سزا او جزا ویني، همدا د بایبل ښکاره الفاظ دي، هیڅ کفاره نه ده ذکر سوې.

په مقدس بایبل کي د خلاصون لپاره ښه اعمال، ایمان او الهي احکام منل دي، نه کفاره لکه:
په کتاب نحمیاء  کي راغلي دي:
که دي چیري نافرماني وکړه زه دي په نورو قومونو کي وېشم او که دي چیري زما طرفته رجوع وکړه او زما پر حکمونو دي عمل وکړ، که چیری ستا ګناهونه د اسمان تر څنډو پوري رسېدلي وي زه هغه بدي چي ورته اراده مي ده د هغه څخه بیرته پر شا کېږم…. (نحمیاء لومړی باب:۸،  ۹)

په ښکاره وايي چي ګناه پرېږدې زه له خپل عذاب څخه تېررېږم، دلته هیڅ کفاره نسته.

په زبور کي راغلي دي:
ای خدایه! د خپل رحم له کبله پر ما رحم وکړې، او د خپلو رحمتونو له کبله زما ګناهونه معاف او ایسته کړې، زما ګناهونه او خطاوي پاکي کړې. (زبور باب: ۵۱: ۱- ۵)

دلته کفاره نسته، نه خدای ورته ویلي دي چي زما زوی ستاسو عیسایانو په آند (حضرت عیسی علیه السلام) کفاره کیږي بیا به ستا ګناهونه بخښل کیږی.

په تورات کي راغلي دي:
ابراهیم علیه السلام زما وینا ومنل او زما د احکامو، قوانینو، رسومو او شرائعو پابندي کوي. (کتاب پیدایښت باب: ۲۶: ۵)

و حضرت ابراهیم علیه السلام ته ویل سویدي چي د احکام او قوانین ومنه ، ښه اعمال کوه نور کوم مشکل نسته همدا د خلاصون لاره ده.

بل ځای په تورات کي راغلي دي:
هغه څوک چي زما تابعداري کوي او زما ټول قوانین مني ، زه هغه ناروغۍ چی پر مصریانو مي راوستي دي پر تاسو یې نه راولم. (کتاب خروج باب: ۱۵: ۲۶)

او هغه څوک چي زما سره محبت کوي او زما احکام مني زه پر هغوی باندي تر زر پښته پوري رحم کوم. (کتاب خروج  باب: ۲۰: ۶)

دلته د خلاصون او رحم یواځنی مرجع احکام  او الهي قوانین منل او اعمال حسنه کول دي،  نه کفاره.

په لومړي پاچاهان کي راغلي دي:
او هغه کور چي ما ستا پر نامه جوړ کړیدی، ته هغې خوا ته مخ که، دعاء وکه…… ټولی هغه خطاګاني چي ده ستا په خلاف کړیدي هغه به معاف سي. ( لومړی پاچاهان باب: ۸: ۴۶- ۵۰)
دلته د ګناه د معافۍ لپاره هیڅ کفاره نسته.

په احبار کي راغلي دي:
ژوندۍ بزه یې راوستل، هارون د هغې پر سر باندي خپل دواړه لاسونه کښېښودل او بني اسرائیلو پر ټولو خطاګانو، ګناهونو او تقصیراتو باندي یې اقرار وکړ، او د بزې پر سر باندي یې کښېښودل، بزه یې هغه مقرر کس ته ورکړه او بیابان ته یې ولېږل، بزې هغه ټول ګناهونه پر سر واخیستل او خرابي ځمکي ته یې یو وړل او بیا یې هغه بزه په بیابان کي خوشی کړه. (کتاب احبار باب: ۱۶: ۲۲)

ټول ګناهونه د بزې د قربانۍ له کبله ختم سول.
په انجیل لوقا کي راغلي دي:
بیا عیسی هغې ته وویل: ستا ګناهونه وبخښل سول.(لوقا انجیل باب: ۷: ۴۸)
دلته حضرت عیسی علیه السلام و ګناهکاري ښځې ته وايي چي ستا ګناهونه وبخښل سول، دا نه ورته وايي چي زه ستا د ګناهونو کفاره یم، چي زه صلیب سوم بیا ستا ګناهونه بخښل کیږي.

په انجیل متي کي راځي:
عیسی ورته وویل: د نیکۍ په هکله ولي پوښتنه کوئ؟ نیک خو یو دی، خو که ته غواړې چي په ټول عمري ژوندون کښې داخل سې نو د شرعي په حکمونو عمل کوه. (انجیل متی باب ۱۹: ۱۷)
دلته خلاصون او نجات صرف د احکامو په عملي کېدو کي دی، ولي حضرت عیسی علیه السلام دا نه ورته وايي چي ته هغه وخت په ابدي خوشحاله ژوند کي داخل یې چي کله زه وځړول سوم؟؟!!

د یوحنا په انجیل کي راغلي دي:
د هر چا زما حکمونه دي او په هغو عمل کوي نو هغه زما سره مینه کوي، هغه څوک چي زما سره مینه کوي هغه زما د پلار سره مینه کوي او زه به له هغه سره مینه وکړم او خپل ځان به ورته څرګند کړم. (انجیل یوحنا باب ۱۴: ۲۱)
دلته بیا حضرت عیسی علیه السلام ورته وايی چي احکام عملی کول، او ښه اعمال کول د خدای سره مینه ده.

ګناه بل چا وکړه او خدای خپل زوی و ځړاوه؟؟!!
تاسي په دې انساني ټولنه کي یو څه فکر وکړئ، یو مجرم یوه ګناه کوي او بل څوک ددې په خاطر چي د مجرم ګناه ایسته کړي نو خپل ګران او یواځنی زوی وژني؟؟!!! د تمسخر وړه خبره ده، څنګه امکان لري،  عیسایي نړۍ دي فسادونه کوي، جرمونه کوي، زناوي کوي، فحشاوي کوي او بیا خدای ددوی د ګناهونو لپاره خپل یواځنی زوی (حضرت عیسی علیه السلام) وژني، دا هیڅ منطق او عقل دا خبره نه مني.

دا څنګه امکان لري چي هټلر، کمونستانو، انګریزانو، امریکایانو او نورو… په میلیونهاوو انسانان ختم کړل او ددې ټولو فسادونو او جرمونه کفاره به سیدنا حضرت عیسی علیه السلام وي، دا هم د عقل او هم دنقل خلاف ده.
په مختصر ډول سره ویلای سو چي هغه نسخې مقدس کتابونه چي تر حضرت عیسی علیه السلام مخکي لیکل سویدي (عهدنامه عتیق) چي پر تورات، زبور او نورو صحیفو باندي مشتمله دی، په هغو کي نه تثلیث سته، نه د حضرت عیسی علیه السلام صلیب سته او نه د ګناهونو کفاره سته، چي حضرت عیسی علیه السلام دي صلیب سي او د ټولو ګناهونو کفاره ده.

که حضرت عیسی علیه السلام د ګناهونو کفاره ده، نو په میلیونهاوو هغه کسان چي تر حضرت عیسی علیه السلام مخکي تېر سویدي او نور پېغمبران نو هغه به د عیسایانو په آند دوږخ ته ځي؟ ځکه اوس عیسايي نړۍ موږ ته وايي چي هغه څوک خلاصون موندلای سي چي دا اعتراف وکړي او ایمان راوړي چي حضرت عیسی علیه السلام د خدای زوی دی (نعوذ بالله) او هغه د انسانانو د ګناهونو کفاره سو، حال داچي نه سیدنا حضرت عیسی علیه السلام دا احکام راوړي دي، نه په تورات کي وه، نه په زبور کي وه او نه هم یوه پېغمبر دا ویلي دي.

نو د عیسایانو په آند دا ټول کسان، که عام انسانان دي، که انبیاء دي اوکه خواص دي دا ټول جهنم ته ځي. (العیاذ بالله)

په اصل کي پولس الهي احکام منسوخه او پر ځای یې د حضرت عیسی علیه السلام الوهیت، تثلیث او کفاره راوړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x