افغانستان

دولتي الوتکو په کندهار کې د «دستاربندۍ» مراسم بمبار کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ کب، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د قران کریم د حافظانو د «دستاربندۍ» په مراسمو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې د قران کریم ۷ تنکي حافظان «شهیدان» او ټپيان شوي دي.

دا پېښه پرون د پنجشنبې په ورځ ماسپښين ۳ بجې د پنجوايي ولسوالۍ په «ریګي» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دولتي الوتکو د مولوي قاسم دیني مدرسه کې د قران کریم د حافظانو د «دستاربندۍ» په مراسمو بمبار وکړ.

په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۳ ته د قران کریم تنکي حافظان «شهیدان» شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي الوتکې د «دستار فضیلت» په دیني مراسمو او مدرسو بمبار کوي، بلکې تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایاتو کې دولتي عسکرو په دیني مدرسو او جوماتونو هوايي بریدونه کړي دي.

کابو څلور کاله مخکې(۱۳ حمل، ۱۳۹۷ل) د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ په «لغمانیو» کلي کې دولتي الوتکو په دارالعلوم هاشمیه مدرسه د دستاربندۍ په مراسمو هوايي برید وکړ، چې له امله یې شاوخوا ۱۰۰ تنو د قران کریم حافظانو او طالبانو په ګډون ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجعون په رشتیا هم د نه زغملو حالت رامنځته شوی د هغوی شهادت دی الله قبول او د هغوی برکت دی د هغوی په کورنیو کی پاتی شی او د هغوی بدل دی څو ځلی ورپه برخه کړی . دا هم د غلامی اداری بمبارد نه دی او نه یی دا اول ځل او نه به یی دا اخیر ځل وی. غلامه اداره ابزار دی ستا ټوپک ستا ابزار دی ټوپک تر هغه ډز نشی کولای چه ماشه راښکدونکی هدف په ګوته نه کړی او ماشه رانه کاږی. هر فیر او هره وژنه افغانستان کی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx