افغانستان

طالبانو د «طبیعي چاپيریال»  ساتنې په موخه د نیالګیو کینولو امر کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ کب، ۱۳۹۹ل): د پسرلي موسم په رارسېدو سره طالبانو په ټول هېواد کې د نیالګیو کینولو امر کړی دی.

د طالبانو د «کرهڼې او مالدارۍ کمیسیون» لخوا په خپره شوې  خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نیالګیو کینول که له یوې خوا د هېواد «ښیرازۍ» او «زرغونتیا» سبب جوړیږي له بل پلوه دغه کار «صدقې جاریې» حیثیت هم لري.

په اعلامیه کې د ونو او ځنګلونو د ګټو په اړه داسې ویل شوي: «زموږ هېواد د بارودو د ډېر استعمال له امله ډېر زهري شوی، چې يو اساسي علاج يې د ونو او ځنګلونو شتون دی. د هوا تصفيه، د طوفانونو مخنيوی او د موسم طبيعت په ونه او ځنګل ساتل کيږي».

طالبانو دغه راز له خپلو ټولو منسوبینو او هېوادوالو غوښتني چې په خپلو ساحو او سیمو کې د ونو او بوټو کینولو او پاللو ته توجه وکړي او همدغه راز یې له ملي سوداګرو هم غوښتنه کړې چې په دې برخه کې له بې وزلو هېوادوالو سره مرستې وکړي.

«په هيواد کې او له هيواده بهر ملي تجاران دې د هيواد د ابادۍ لپاره د مېوه دارو نيالګيو او دغه راز د زينتي او تجارتي بوټو په کرلو کې زموږ له غريب ولس سره د خپل وس مطابق همکاري وکړي»

باید وویل شي چې طالبان له تیرو څو کلونو راهیسې د پسرلي موسم کې له خپلو ملګرو او هېوادوالو د نیالګیو کینولو او پاللو غوښتنه کوي او خلکو سره په دې اړه «ضروري» مرستې هم کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

تاک های انگور شمالی را در # زدین خانه های مردم سوختاندین ## مردم را سر پاکستانی ها فروختین شما را چی به نهال شانی. به شما تفنگ انتحاری بچه بازی نمود میته پشت گپ های دیگر نگردین.

Karwan

###تو در اين صفحه چه ميکوني. برو پيشي باداران شمالي ات. ان جنايت که شما در شهر کابل واطراف کرديند، طالب هرگذ نه کرده. هنوزهم در تمامي افغانستان ترورهاي مرموز و مناطق پشتون نشين را عساکر مردم شمال به هوان زده ميرود. همين شما ## ها هستيد که خانه هاي مردم پشتون را به باداران تان کواردنات شان ميدهيد تا ان ها عمليات نامردانه شبانه خودرا انجام دهد. نه مسعود ## تان مسلمان بود، نه رباني، عبدالله، ناصالح وغيروغيره! شما ## چهري مرداري ابنولوقت تان را خوب افشا کردند. همراي شما ## ها در اينده بايد نظر به اعمالي تان… نور لوستل »

طوطی

الله د وکړی چی لاری او سړکونه هم ورغوی او نور د بمونو خښول بس کړی. که جنګ کوی بیا نو درست یو میدان ته راووځی چی ښځه او نور د دواړو طرفو معلوم شی.

ګل احمد

څومره توپیر دی د طالبو مجاهدینو او تش په نامه مجاهدینو تر منځ. دوئ نوي نهالګي کښینوي او هغه حزبي او جمیعتي مجاهدینو به شنې وني آره کولې او خرڅولې یې. باور وکړئ چي دا کمینټ لیکم تر سترګو مي اوښکي داسي بهیږي لکه د جنوري د میاشتي په بارانونو کي چي خوړونه بهیږي.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x