نظــر

د شاهي کوټ اتل باید هیر نه کړل شي

ملا عبداللطیف منصور – دوحه

څه کم دوه لسیزیزې وړاندي چې د اسلامي امت هر فرد، هر ذی احساسه او په دین مین امتي د اسلامي امارت په سقوط ډیر غمجن او لا لهانده وه، ته به وائې چې ټول خلک د بې هوشی له څپو سره مخ شوي، د هر چا په چاودېدلو شونډو او د خفګان په سرو سترګو له ورایه معلومېده، چې یو ډیر غټ غم او مصیبت را منځته شوی، چې واقعا هم همداسي وه، جهادي مورچلې خاموشه شوي وې، مسلمانان له مایوسی سره مخ ول، دا جرأت له ډیرو خلکو تللی وو چې د صلیبي یرغلګرو پر وړاندي د مقاومت غږ پورته کړي ځکه د هغو له تبلیغاتي چینلو څخه چې مونږ په ځمکه د میږي حرکت هم درک کولای شو، خلک متاثره شوي وه، خو د ا د الله تعالی سنت او اراده ده چې فرمائي: کم من فئة قلیلة غلبت فئة کثیرة. باذن الله.

همدا وه چې د ۲۰۰۲ کال د مارچ په میاشت کې د امارت د سقوط نه وروسته اول ځل په پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د شاهي کوټ په جهادي الهام بښونکو غرونو کې د اسلامي امارت د اتل او قهرمان پیاوړي قومندان ملا سیف الرحمن منصور شهید په قیادت کې د یو کم تعداد مجاهدینو لخوا د یرغلګرو په وړاندي د جهاد د بیا تاسیس بنسټ کیښودل شو او د ټول امت مړاوي هیلي یې را ژوندۍ کړې، چې په اول ځل کفري مغرورین هم په دې معترف شول چې د شاهي کوټ معرکه زمونږ لپاره دوهم ویتنام وګرځېده، الله تعالی دي د ددې معرکې سالارانو مجاهدینو ته اجر او د شهیدانو شهادت قبول کړي.

د لیکني مطلب ئی دا و چې په اسلامي تاریخ کې دا معرکه یو ځانګړی مقام لري او د تاریخ لیکونکي فرهنګیان، لیکوالان او شاعران باید خپل رسالت پر ځای کړي، کومو خلکو چې د مسلمانانو قتل عام وکړ، هغو د مارشالي او ملي قهرماني لقبونه تر لاسه کړل او څوک چې د اعلاء کلمة الله لپاره را پورته شول، د هغو دي څوک یادونه هم ونه کړي، دا به له انصاف څخه لیري خبره وي.

پر مونږ ټولو قلموالو – فرهنګیانو لازمه ده چې د دې تاریخي ورځو مقام ته یوه اونۍ مختصه کړو او د داسي کارنامو څخه خپل آینده نسل خبر او داسي ورځې د تاریخ په زرینو کرښو ولیکل شي.

والسلام

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x