ټولنیزه برخه

انسانان له موره احمقان نه پيدا کېږي مګر….

نور احمد عايل

د دويمې نړيوالې جګړې په جريان کې ډاکټر ويکټور فرانکل Viktor Frankl د پولېنډ له مشهور زندانAuschwitz اسچويټز څخه چې نازي جرمنيانو به ژوندي انسانان پکې سوځول او چارمارۍ کول را تښتېدلی و. نوموړي په بېلابېلو وژونکو او سختو لارو د ‌انسانانو وژنه او ځورونه ليدلې او وايي: زه يو له هغه نادرو کسانو يم ،چې له دې وژنتون څخه ژوندی را تښتېدلی يم ،ما داسې ظلمونه او فجايع ليدلې چې بل ژوندي ساري به د‌ځمکې په سر نه وي ليدلې.

• د‌ وژونکو غازونو او ساه تربتولو داسې اتاقونه مې وليدل چې د ‌تر ټولو‌ماهرو او تکړه اينجينرانو لخوا ډيزاين او جوړ شوي وو.

• تکړه او ماهر ډاکټران مې وليدل چې بې ګناه ماشومان او ښځمنې يې په ډېر ماهرانه ډول د وژنې لپاره مسموم کول.

• داسې تکړه نرسان مې وليدل چې له مخونو يې قهر څڅېده او په يوه پېچکاري به يې بې وزله او بې وسيلې انسانان ځای په ځای له منځه وړل.

• داسې پوه پوهنتون پاسان مې وليدل چې خلک به یې په يوه لمبه په اور کې لولپه کول.

نو زه زموږ د زده کړې په روان بهير شکمن یم او هغه څه چې له تاسې استادانو يې غواړم دادي: مخکې له دې چې له خپلو زده کوونکو او محصلينو ډاکټر، اينجينر او نور… جوړ کړئ يو ښه انسان ترې جوړ کړئ. د دوی د انسان کېدلو لپاره کوشش وکړئ، له خپلو همنوعو سره د ښه چال چلند او مينې درس ورکړئ، هسې نه چې خدای مه کړه په اخر کې ،پوه ځناور،ماهر او وژونکي رواني ناروغان ترې جوړ شي‌.

ډاکټر کېدل، انجينر کېدل، متخصص کېدل، اديب کېدل او نور… سخت کار ندی. کېدای شي په څو کاله درس ويلو ښه تکړه کس درڅخه‌جوړ شي خو تر ټولو ستره شتمني انسانيت او اخلاقيات دي چې له‌هيڅ سند‌سره د‌پرتلنې وړ نه دي ، د‌هغه د لاس ته راوړلو لپاره بايد‌هڅې وکړو چې نومونه او خدمتونه مو په ښه نامه له مرګ وروسته هم تل پاتې وي.

انسانان احمقان له موره نه پيدا کېږي ، په بېکاره او ناسمه تربيه ترې احمقان او قاتلان جوړېږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x