ټولنیزه برخه

په بشري ټولنه کې د ښځو مسؤولانه ونډه، نقش او وړتيا «دوهمه برخه»

استاد خپلواک

ښځه  د دین او کلتور ترمنځ:
ښځه په اسماني دینونوکې تل د يو مبارک مخلوق په توګه خوږه رشته ګڼل شوې، که هغه د میرمن په حیث وي او که د مور، لور او يا خور په حیث.

د اسماني ادیانو وروستی تکمیلوونکی دین اسلام هم هيڅ داسې حکم نه لري چې د ښځې د فطري جوړښت خلاف وي، چیرته چې هم جبر او ظلم تر سترګو کیږي هغه په اصل کې کلتوري جبر وي، نه اسلامي حکم.

د اسماني ادیانو د تحریف په دوره کې هم که یهودیت و او که نصرانیت، د ښځې د محرومیت او مظلومیت لامل د کشیشانو، پاپانو او کلیسا خپل مصنوعي احکام او شخصي مزاج و، نه د الهي دين رښتیني حکمونه!

ښځه د خاوند په انتخاب کې حقداره ده، میرمن د ژوند په ټولو چارو، نفقه لباس او د ژوند په ټولو ضروریاتو کې پر خاوند حقداره ده.

هيڅ يوه ښځه نارینه په زوره نه ځان ته او نه بل ته نکاح کولای شي او نه يې له ژونده محرومولای شي.

په اسلامي قضايي نظام کې په هر جرم کې ښځې او نارینه ته مساوي سزا ده، د مساوي دعوې او دفاع حق لري.

بل خوا د ښځې په اړه دیني حکمونه عموماً له انساني فطرت سره سم دي.

د بیلګې په توګه که يو نارینه فطرتاً دا نه غواړي چې میرمنه يې له پردو يا نامحرمو خلکو سره په يو دفتر کې کار وکړي، نو دا بیا د نارینه د حقوقو تلف دی او د نارینه له مجبوریته ګټه اخیستل دي.

همدا راز يوه میرمن فطرتاً دا هم نه شي زغملی چې څښتن يې له پردو ښځو سره ګډ کار وکړي.

نو دا بیا د ښځو د حقوقو تلف کول دي، همدې ته ورته دیني حکم هم دی.

د نړۍ په ځینو برخو او خصوصاً شرقي ټولنه کې داسې دودونه شته چې د ښځو په ګټه دي.

په ځینو ټولنو کې لور ته د پلار او مور له خوا دومره مال او دولت ورکول کیږي چې د هغې ژوند پرې لوړیږي، په ځینو ټولنو کې د مور او خور زیات پالل او نازول يو کلتوري او ځینې بیا میرمنې ته تر واده وړاندې يا وروسته دومره مال یا جایداد سپاري، چې نوره د خاوند له احتیاجه خلاصه وي، دا مثبت کلتورونه دي، خو د ښځو په اړه منفي کلتورونه له مثبتو هغو زیات دي.

کله چې د اسلامي شریعت احکام په کار، زدکړو او کورني ژوند کې رعایت شي نو نور بیا د هر‌ ډول کلتور جبر اضافي دی او دا د ښځې د حقوقو تلف دی.

ښځه په اسلامي حکومت کې کومې دندې او څه ډول ترسره کولی شي؟
کله چې د اسلام له نظره په دولتي او شخصي ادارو کې د ښځو د کار او دندې ترسره کولو موضوع څیړل کیږي، نو دیني څیړونکي له کوره د باندې د میرمنو د بوختیا او کار په اړه په دیني نصوصو کې تر ټولو زیاته یادونه د قران کریم د لانديني ايت کوي:

د قران کريم د سورة احزاب د ۳۳م ایة لمړۍ برخه کې چې الله تعالی فرمايي:
وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَىٰ)
د نبي میرمنو په کور پاتې شئ او د ناپوهۍ د لومړي دور په څېر ځانونه(خپل ښايست پردیو سړيو ته) مه ښکاروئ.

د دې ایت په اړه دیني پوهان متفاوت نظرونه لري، خو په دې خبره اتفاق دی چې د آية هدف نیغ په نیغه د مسلمانې ښځې لپاره له پرديو سړيو پرده کول او له مشروع حاجته پرته له باندې ګرځيدلو نه پر کور ناستې ته ترغیب او يا امر دی.

خو دا چې د دې آيت خطاب خصوصي دی، که عمومي او یاهم په نورو الفاظو کې ايا دا أمر په خاصه توګه د نبي کریم صلي الله عليه وسلم میرمنو ته وو او که په دې کې د أمت هره مسلمانه میرمنه همدومره مکلفیت لري، په دې اړه د ديني پوهانو آندونه توپیر لري.

خو له يوه حقیقته سترګې نشي پټیدای، چې د نبي کریم مبارکې میرمنې الله تعالی د ټول أمت له میرمنو غوره ګڼلي او هغوی الله تعالی په نورو برخو کې هم له عامو میرمنو خاصې کړې لکه دا حکم چې د نبي کریم میرمنې به د نبي له وفات وروسته له بل هيچاسره واده نه شي کولای او دوی د ټولو مومنانو میندې دي او یا دا چې نبي کریم خپلې میرمنې د سرو زرو له ګاڼو منع کړې وې او فرمایلي يې وو چې د نبي له میرمنو سره دا نه ښايي!

همدا راز ددې ايت په تفسیر کې د امت تر ټولو معتمد تفسیر”تفسیرابن کثیر”لیکلي:
هذه آداب أمر اللّه تعالى بها نساء النبي صلى اللّه عليه وسلم ونساء الأمة تبع لهن في ذلك، بأنهن إذا اتقين اللّه عزَّ وجلَّ كما أمرهن، فإنه لا يشبههن أحد من النساء ولا يلحقهن في الفضيلة والمنزلة)

دا هغه اداب دي چې الله تعالی د نبي میرمنې پرې ماموره کړې، چې کله دوی له الله ویره کوي، لکه امر چې ورته شوی، نو هيڅ يوه بله (عامه) میرمن به له دوی سره مشابه نه وي او نه به دوی ته په فضیلت او منزلت کې رسي).

همدا راز له دې نه په وړاندې آيت کې راځي:
يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِنَ النِّسَاءِ (ای د نبي میرمنو تاسو (د امت) د هيڅ بلې میرمنې په څېر نه یاست).‌

موږ په دې اړه له نور بحث نه تیریږو، خو که د پورتنيو نصوصو د تفسیر او تشریح په اړه په تر ټولو محتاطه لاره ولاړ شو، بیا هم په دې خبره اتفاق کولای شو، چې کوم خطاب چې په قران کريم کې د نبي کریم میرمنو ته شوی، د امت عامو میرمنو ته په دې خطاب کې تخفیف(نرمي) لازمي شتون لري.

معنی هغومره يې حکم شديد نه شي پاتې کیدای، څومره چې د پیغمبرصلی الله علیه وسلم میرمنو ته و.

د اسلامي فقهاوو له نظره اسلامي شریعت د مشروع ضرورت لپاره ښځې ته له کوره د وتلو اجازه ورکړې.

اوس که په اسلامي حکومت کې د وخت منل شوي علماء او مفتیان د زمانې له تقاضاوو او مجبوریتونو سره سم په اسلامي لباس او پرده کې د ښځو لپار کار او زدکړې مشروع ضرورت وګڼي، نو هغه ښځې او د هغوی پلرونه، خاوندان او يا اختیار لرونکي قریبان چې دا غوښتنه لري، باید ورته اجازه ورکول شي.

ځکه چې که ویره د کار کولو او يا زده کړو له چاپیريال او شرایطو وي، نو هغه خو به اسلامي حکومت ورته برابروي او ناوړه شرایط به هم اصلاح کوي.

د کار په چاپيريال کې د نارینه او ښځو تعامل او خلوت به په نظر کې نیول کیږي او له دیني حکم سره سم شرایط به ورته وضع کیږي.

د پردي نارینه له پرديو ښځو سره مطلق مخامخ کیدل يا خبرې او مکالمه اسلامي شریعت نه ده منع کړې، بلکې اداب يې ورته ټاکلي، لکه د پورتني آية(د سورة الاحزاب ۳۲م ایة)په وروستۍ برخه کې چې راځي:
إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفًا)

که تاسو تقوا کوئ نو(پرديو نارینه وو ته) نرمه او خوږه خبره(او ځواب) مه ورکوئ، ترڅو د هغو نارینه وو چې په زړونوکې يې مرض(او فساد) وي درته(غلطه) طمع پیدا نه شي.

دلته په ايت کې د نبي میرمنو ته چې له نور امت نه خاصې هم دي، پرديو سړيو ته د ځواب نه ورکولو او خبرې نه کولو امر نه دی شوی، بلکې اداب او طریقه يې ورته ښودلې!

اکثر معاصر فقها هم په دې آند دي چې که داسې شرایط او سستمونه وي، چې د پرديو نارینه وو او ښځو په ګډ کار کې د مظنون فساد وېره نه وي او د نر او ښځې خلوت او اختلاط کامل نه وي، بیا ورته ستونزه نه شته، ځکه چې علت يې نور باقي نه دی.

ځکه چې له دې پرته هم شرایط او حالات داسې مجبوریتونه د ژوند په نورو برخو کې هم رامنځته کوي، لکه د اړتیا پر وخت له ډاکټر، دوکاندار او يا قاضي سره د ښځې مکالمه او ناسته، چې اسلامي شریعت اجازه ورکړې.

له اوسنيو ظروفواو شرایطو سره سم، يوازې د دیني علومو او احکامو او يا روغتیايي ضرورتونو لپاره د ښځو د روزلو اړتیا نه ده، بلکې له جنايي تحقیق او تفتیشه نیولې تر څارنوالۍ او قضا پورې له ښځو سره د تعامل لپاره په هره برخه کې د تعلیم يافته او مسلکي ښځو پر دندو ګمارلو ته اړتيا ده.

په اسلامي حکومت کې که په دقیقه توګه پلان ګذاري وشي، نو زما په آند د ښځو لپاره د هغوی له فطري ځانګړنو سره سم د دولتي دندو او تعلیمي بوختیاوو کمی نه شته.

په حکومتي دندوکې د حجاب رعایتول هسې هم اسانه چاره ده، ځکه چې د دنیا په هر ډول نظامونو کې حکومتي چارواکي په مخصوص يونیفارم يالباس اغوستلو مکلف وي.

نوربیا…..

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x