افغانستان

زابل: دولتي عسکرو له سعودي راغلی مسافر «شهید» کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ کب، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دولتي عسکرو له سعودي عربستان څخه تازه راستون شوی مسافر په «شهادت» رسولی دی.

د سیمې خلک وايي، د شاجوی ولسوالۍ د «سیچوی» کلي اوسېدونکی حاجي باچا په سعودي عربستان کې له اوږدې مسافرې وروسته خپل کلي ته راغلی ؤ، چې وړمه ورځ د «مقر» بازار ته پر لاره یې اربکیانو پر موټر ډزې کړي دي.

په دغه پېښه کې حاجي باچا «شهید» شوی او میرمن یې سخته ټپي شوې ده.

د زابل ولایتي چارواکو تراوسه  ددې پېښې په اړه سپیناوی نه دی کړی.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر له خلیجي هېوادونو څخه راستانه شوي مسافر په نښه کوي او «شهیدانوي» بلکې تردې وړاندې هم دولتي عسکرو په ورته پېښو کې ګڼ راستانه شوي مسافر «شهیدان» کړي او مالونه یې ورڅخه لوټلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x