ټولنیزه برخه

په بشري ټولنه کې د ښځو مسؤولانه ونډه، نقش او وړتيا «دريمه برخه»

استاد خپلواک

د ښځو د حقوقو په اړه د ځواکمنو لویديځو هيوادونو ادارې او پروژې:
موږ وړاندې یادونه وکړه چې په لویديځه ټولنه کې تر ډیره ښځې د يوه ډول ازادۍ ښکار دي، چې هغه يې د جنس بې ارزښته کول او د تجارت وسیله ګرځول دي.

د کمپنۍ، مارکیټ، دوکان او حتی د یوه ډالر قیمت لرونکي صابون په اعلان کې هم د يوې ښځې په اندامونو سوداګري کيږي، ترڅو د ښځې د عزت په بدل کې پیسه ترلاسه شي.

هلته په عمومي توګه تر ډیره هغه ښځه چې د جنسي وږو سترګې نه ور اوړي او يا خپل اندامونه د نورو د توجه وراړولو لامل نه شي ګرځولای، هغه نه په الوتکو کې، نه په اور ګاډو او نور ترانسپورت کې، نه په تجارتي مرکزونو او نه په رسټورانټونو او يا نورو ټولنیزو ادارو کې دندې پیدا کولای شي.

هلته هغه ښځې چې ښکلا ونه لري، ژوند ورته ډېر مشکل وي، ځکه چې هلته د شرقي ټولنې په څېر د کورنۍ سستم له منځه تللی چې قریبان يې تر مرګه د خور، مور، ترور او يا نیا په حیث وپالي او درنښت يې وکړي.

بل لور ته دا وخت د ښځو د حقوقو شعار په لوېديځ کې تر ډیره د فکري او سیاسي موخو لپاره د وسیلې په توګه کارول کیږي، چې په ریښتیني ډول د هغو ښځو د حقوقو لپاره پکې ځای نه شته چې د دوی په ذوق او تګلارې برابرې نه وي.

نو که لویديځې ټولنې غواړي چې ستاسې د کور ژوند، کلتور او د نارینه وو او ښځو ټول کړه وړه، دود او دستور دې د دوی په رنګ او ذوق برابر شي، نو دا بیا يوه استعماري تګلاره ده، چې زورور کمزوري خپلې پيروۍ ته په زور اړ باسي.

دا د ازادۍ له شعار او د بشري حقوقو له دعوو سره مکمل تضاد لري، همدا وجه ده چې د ګوتو په شمار څو لويديځپاله ښځې د اسلامي هیوادونو په حکومتونو د ځواکمنو غربي هیوادونو او ادارو لخوا په زور ورتپل کیږي او نوم ورته د ښځو د حقوقو اخیستل کيږي، چې دا يوه کاذبه دعوه ده.

دوی د مسلمانو هيوادونو ښځو ته وايي چې تاسې دې خپلې خوښې ته ازادې پریښودلی شئ، خو کله چې د همدې میرمنو له سره په لویديځو تعلیمي يا ټولنیزو ادارو کې حجاب يا پړونی په زور لرې کیږي، هلته بيا د دې ښځو حقوق نه وي، خو کله چې بیا همدا میرمن د دوی ذوق ته برابره شي او بيا په یوه سوچه اسلامي ټولنه کې حجاب ورباندې لازم ګرځول کیږي، نو بیا دا کار د ښځو د حقوقو خلاف وګڼي. چې دا ددې ثبوت دی چې هغوی د هرې ښځې د هرډول حقوقو پلويان نه دي، بلکې دا ادارې او پروژې د يوه ټاکلي چوکاټ لپاره کار کوي چې تګلاره او اهداف يې ترشا نورې ځواکمنې سیاسي او فکری ادارې ټاکي.

په ځینو برخو کې د شرقي او اسلامي ټولنو د ښځو د ژوند په بایللو او عفت لوټولو کې نیغه په نیغه لویديځې ادارې لاس لري!

د انټرنیټ له لارې، د چا ویرولو، مالې شوکو او سیاسي موخو لپاره د سایبر(د انترنیت له لارې جرمونو)جرمونو څارنه نسبتاً سخته ده، خو د شرقي او اسلامي ټولنو پر میرمنو د جنسي تېريو او يا په ناخوښه د جنسي رسوايي زرګونه ویډيويي کلپونه او توکي په انلاین نړۍ کې يو ښکاره تجارت دی چې هر کال يې له امله نږدې زرګونه انسانان نارینه او ښځینه په دودیزو او دیني ټولنو کې وژل کیږي، څوک يې د نشریدو د انتقام له امله وژل کیږي او څوک يې د شرم له امله ځان وژنې کوي او اکثره ځانوژونکي يې ښځې دي، په همدې خپرنیزو جنسي توکو د لویديځو هيوادونو مشهورې انلاین کمپنۍ خپل تجارت کوي!

دلته له همدغولويديځوهیوادونو سره د ښځو د ژوندی پاتې کیدو غم لا نه وي، نور حقوق خو لرې خبره ده!

نوربیا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x