لور

لور یې څو ځلې مخکې هم په ژړا راغلې وه،خو مور یې ورته د بیوسۍ اوښکې توې کړې وې،او ورته یې ویلی و

ـ لورې!که دوي دې وهي، خیر دی،بیا ورکره مه ورځه.

بله ورځ یې مور د يو څو روپیو په بدل کې د پرديو د کاليو په وينځلو بوخته وه، چی د خوږې لور چغې یې تر غوږو شوې خو نا چارې مور آه وکړ،ویې ویل:

ـ لکه چې لور یې راته بیا ووهله.

د لور په راتلو سره یې ورته مور وویل:

ـ لورې! چې کله دې خیرات راټولاو نو د دوي د کور په شا راتیریږه.

حقمل ساپی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د