ادبي لیکني

په علم حدیث کې د حنفي مذهب یو بل شاهکار چاپ شو

له اوږده ځنډ او انتظار وروسته په علم حدیث کې د حنفي مذهب یو بل شاهکار«تراث العلماء الحنفیة في أصول الحدیث وعلومه» نایاب کتاب له چاپه راووت.

دغه کتاب چې د هېواد ستر دیني عالم استاذ المشایخ د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د سترې محکمې رئیس قاضي القضات شیخ مولوي نورمحمد «ثاقب» لخوا د څه کم دوه کلونو په موده کې لیکل شوی او د «الحق» په میاشتنۍ مجلې په شلو قسطونو کې په متفرقه توګه شوی، په ۳۵۶ پاڼو کې یې د حنفي مذهب د علماوو ۱۰۰۰ تصنیفات راجمع کړي دي.

که څه هم پخوا داسې انګیرل کېده چې د حنفي مذهب علماء کرام یوازې په فقهې مسلک کې «تبحر» لري او د حدیثو علم کې «مسکینان» دي؛ خو د کتاب مؤلف شیخ مولوي نورمحمد ثاقب صاحب په دغه کتاب کې د ۱۰۰۰ حنفي محدثینو علماوو د تألیفاتو او تصنیفاتو په را یوځای کولو سره ددې شبهې ازاله کړې ده.

د متعال رب له دربار څخه د کتاب مؤلف حضرت شیخ مولوي نورمحمد ثاقب حفظه الله ته د لازیاتو علمي خدماتو توفیق عطاء کړي.

مینه وال کولای شي د «تراث العلماء الحنفیة في اصول الحدیث وعلومه» کتاب د هېواد له ټولو مشهورو او لویو کتاب پلورنځیو څخه  ترلاسه کړي او خپله علمي تنده ورباندې خړوبه کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تراب

السلام عليکم ه رحمةالله و بركاته،غواړم په ډير احترام بعد د امتنان او شکران د مراتبو د د وړاندي کولو څخه يوه پوښتنه ولرم هغه دا چي د مقياس څخه داسي ښکاري چي دا کتاب په اردو ژبه ليکل سوي ، که داسي وي نو بيا سوال پيدا کيږي چي ولي ؟ دا سوال دډيرو خلګو ذهن ته د بدو تبليغاتو په تړاو منفي ذهنيت ور کوي.
د جواب تر لاسه کولو په هيله.
په ډير ستر احترام او درنښت سره.
ستاسو مخلص ورور او خوا خوږي.
تراب

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x