افغانستان

جلال آباد کې د بمي چاودنې له امله یو قومي مشر وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ کب، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د بمي چاودنې له امله یې د یو قومي مشر د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

دا پېښه نن سهار د جلال آباد ښار اوومې ناحیې اړوند ځنګل باغ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ملک هاشم په نوم د یو قومي مشر په موټر بمي چاودنه وشوه.

د چاودنې پایله کې په نښه شوی موټر ویجاړ او ملک هاشم سخت ټپی شوی، چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي هم دغه پېښه تاییدوي؛ خو په اړه یې نور معلومات نه لري.

له بل پلوه د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ګلزاده سنګر رسنیو ته ویلي، چې د پېښې له ځایه د ملک هاشم جسد روغتون ته انتقال شوی دی.

ددې پېښې مسئولیت تراوسه چا په غاړه اخیستی نه دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په جلال آباد ښار کې هدفي وژنې او بمي چاودنې زیاتې شوي، چې ښاریان یې پړه په ولایتي ادارې اچوي او د امنیت په راوستلو کې یې ناکامه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x