نړۍ

اسلامي دولت په اسراییلو توغندیز بریدونه کړي – ویډیو

نن ټکی آسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۳مه ۱۳۹۳): اسلامي دولت یوې جنګي ډلې «جماعة أنصار الدولة الاسلامیة في بیت المقدس»  په اسراییلو توغندیز بریدونه پیل کړي.

هغه ویډيو چې په انترنیت خپره شوې، په کې ښودل کیږي چې د اسلامي دولت ځواکونه د اسراییلو پر لور مزایل ورشړي.

منبرالاعلامي الجهادي وېبپاڼه چې  اسلامي دولت ته منسبویږي، په  خپل راپور کې ویلي چې دوی دوی د فلسطین د مظلومو مسلمانانو څنګ ته دریدلي دي او د یهودو پر ضد يې جګړه پیل کړې.

اسلامي دولت د خپلو توغندیزو بریدونو وخت او ځای هم په خپل راپور کې ورکړي.

انصار الدولة د روژې نهمې، لسمې او یوولسمې د بریدونو مفصل راپور ورکړی.

په راپور کې راغلي چې دوی په ۳ ورځو کې په خپل لاس جوړ کړي ۳۱ مزایل د اسراییلو پر لوري ویشتلي دي.

اسلامي دولت د جون په ۲۹مه  په عراق او شام کې اسلامي خلافت  او ابوبکر البغدادي يې خلیفه اعلان کړ.

دوی له مسلمانانو وغوښتل چې د سوریې او عراق پر لوري مخ کړي.

اسلامي دولت چې د پرمختللیو پوځی وسایلو او ماهرو پوځیانو څخه برخمن دی د حماس مجاهدینو سره د دوی یوځای کېدنه د اسراییلو لپاره د خطر زنګ دی.

ویډیو کتلو لپاره په لاندې لینک کلیک کړئ:
اسلامي دولت په فلسطين کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x