افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: د قدرت د انتقال یوازینۍ لاره “ټاکنې” دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ کب، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان  کې د مؤقت حکومت د جوړېدو طرحه مطرح کړې، د کابل حکومت مشر “اشرف غني” وایي، د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی؛ خو د واک د انتقال یوازینۍ لاره له ټاکنو تیرېږي.

غني چې نن یې د ملي شورا د اوولسمې دورې د دریم تقنیني کال د پرانستې مراسمو ته یې وینا کوله وویل، چې سیاسي قدرت یوازې د ټاکنو له لارې لیږدېدای شي او  د ټاکنو په واسطه د مشر ټاکل یوه «د معاملې نه وړ» موضوع ده.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د سیاسي قدرت د انتقال یوازینۍ لار ټاکنې دي او که اړتیا وي،نو د ټاکنو د ترسره کېدو پرنېټه هم بحث کیدای شي.

د غني په خبره، د افغانستان او افغانانو د برخلیک په تړاو چې هرډول پرېکړه کېږي، کابل حکومت باید پکې برخه ولري او له اساسي قانون سره برابره وي.

نوموړي ددې تر څنګ سیاسیون تورن کړل، چې د واک د لاسته راوړلو لپاره هره «دروازه»‌ ټکوي؛ خو دده له قوله، د واک د لاسته راړولو یوازینۍ کیلي د افغانانو رایه ده.

غني پر‌ پاکستان غږ وکړ، چې سم سیاست ته مخه کړي او د افغانستان د سولې په تامین کې برخه واخلي.

د غني پورتنی مؤقف داسې مهال دی، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي‌ «زلمي خلیلزاد» په کابل کې چارواکو او سیاسیونو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پیغام رسولی او تر  څنګ یې  د «مؤقت مشارکتي حکومت» هغه طرحه هم شریکه کړې، چې د واشنګټن له لوري ورته سپارل شوې وه.

یاده طرحه چې د طالبانو او غني د ګډ حکومت د جوړېدو وړاندیز پکې شوی، ته د کتلو لپاره سپارل شوې او له هغوی غوښتل شوي، چې هر سیاسیونو څومره ژر چې شوني وي؛ غبرګون ورته وښيي.

نوموړي ددې تر څنګ په کابل کې چارواکو ته ویلي، چې واشنګټن غواړي دا طرحه عملي کړي او که چېرې دا کار وشي، په ترکیه کې به د طالبانو او حکومت تر منځ د لوړې کچې یوه ناسته جوړه شي، چې ښایي د کابل حکومت مشر اشرف غني هم پکې برخه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x