
له ډیرې مودې وروسته طالب او امریکايي استازو په دوحه کې یوځل بیا سره لیدلي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ کب، ۱۳۹۹ل): له ډیرې مودې ځنډ وروسته د قطر هېواد پلازمینې دوحه کې طالب او امریکايي استازو د افغان سولې او دوحې تړون د تطبیق اړونده مسائلو باندې خبرې اترې کړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې دغه خبرې تېر ماښام د قطر هېواد پلازمېنې دوحه کې د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني براد او مل هیئت او افغان سولې لپاره د امریکايي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي هیئت ترمنځ شوې ده.
نوموړی زیاتوي، د خبرو په جریان کې دواړو لورو د «دوحې سولې تړون» د بشپړ تطبیق، افغانستان کې د روان وضعیت او بین الافغاني مذاکراتو بهیر پر چټکتیا باندې خبرې او بحثونه کړي دي.
1/2 پرون ماښام د ا.ا.ا سياسي مرستيال او سياسي دفتر رئيس محترم ملا برادر اخند دا.ا.ا د مذاکراتي ټيم مشر شيخ عبد الحکيم حقاني او ور سره هيئت. د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليل زاد ، جنرال ميلر او ور سره هيئت تر منځ ناسته وشوه.
— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) March 6, 2021
د جوبایډن په مشرۍ د نوې امریکايي ادارې له رامنځته کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې طالب او امریکايي لوړي پوړي استازي د افغان سولې په اړه سره ملاقات کوي.
زمایوپیشنهاد
وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ ، سوره آل عمران آیات ۷معنی :اونصیحت نه قبلوی مګر خاوندان دعقل،زماپه نظرتنهاقرآنکریم عقل دۍ7)
که دافغانستان طالبان اوملت موږته دموقتی حکومت چانس راکی:شیخ عبدالحکیم،عبدالواحداڅګزۍ،الحاج استاد بیانزۍ،عبدالمالک همت،عبدالرحیم ثاقب،نظرمحمد مطمئن موږپیسه پرسته ،چوکۍ پرسته نه یوپروعده وفاکوودمظلوم ملت غم خواریوتر دنیادآخرت په ګټه زیات خوشحاله کیږو که مویوه افغانۍ زیاته که ملت دی لعنت راباند ی ووایی ملک به دقرآنکریم پرهدایت برابرکوانشاءالله دحضرت عمر(رض)په قسم به ملک ته خدمت وکوملک ډیرخواراوستړۍ دۍ.په احترام عبدالواحداڅګزۍ