
نژدې شوې سباوون ته قافله ده/ معصوم
ثناءالله معصوم
ترې ستړی نه یم د طالب د ژوند قیصه ده
تورو ورېځو کې سپوږمۍ غوندې رڼه ده
د تیارو په غیږ کې تم ول لکه ستوري
نژدې شوې سباوون ته قافله ده
یبله پښې د نړۍ مخته درېدل یې
د دې ځوان زلمي په ویښه معجزه ده
زه به سیال وم په جهان کې د همزولو
ماته خپل ښایست د غاړې زولنه ده
دا ولس د چا د راج په خیال کې نه دی
دا د ننګ او غیرتونـو سـرچینه ده
له اعظمه، تر اکبره، تر عمره
هر یو باب مو د تاریخ د سر قافیه ده
دلته هر چا د اشغال په مقابل کې
د ایمان خنجر خوړلی په سینه ده
دلته هر غلام منفور دی په ولس کې
ها مشهوره چوک یې لویه نمونه ده
یا قربان طالبه! دومره اثر وکړ
ته به وا؛ د ملالۍ د خولې ټپه ده
یو انځور مې د خپل خیال انځور کې پټ دی
بس معصومه! ها معصومه فلسفه ده