افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله د امریکا له مرستیال سفیر سره د ‌«مؤقت حکومت» په وړاندیز شوې طرحه غږېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي‌ شورا رییس «عبدالله عبدالله» په کابل کې‌ د امریکا د سفارت له مرستیال «مک کري» سره لیدلي‌ او د هغه طرحې په اړه ورسره غږېدلی، چې د واشنګټن له لوري د افغانستان د سولې په اړه وړاندیز شوې ده.

د پخلاینې عالي شورا له لوري‌ په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه لیدنه په سپیدار کې شوې او په مهال یې د سولې‌‌ پروسې په راتلونکو ګامونو او د واشنګټن له لوري‌ په همدې برخه کې د وړاندیز شوې طرحې په اړه خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې په بنسټ، دواړو لورو د افغان سولې پروسې د چټکوالي‌ هرکلی وکړ او د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د یوه هر اړخیز سیاسي حل غوښتونکي‌ شول.

عبدالله او د امریکا مرستیال سفیر داسې مهال د واشنګټن له لوري‌ د مؤقت حکومت په وړاندیز شوې طرحه غږېږي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي‌ «زلمي خلیلزاد» کابل ته په خپل وروستي سفر کې د لنډ مهالي مشارکتي حکومت طرحه له چارواکو او سیاسیونو سره شریکه کړې او هغوی ته یې واضح کړې، چې امریکا ددې طرحې عملي کولو ته کم وخت لري‌ او باید ژر غبرګون ورته وښودل شي.

په یاده طرحه کې د طالبانو او غني تر منځ د ګډ حکومت د جوړېدو وړاندیز شوی او تر څنګ یې ویل شوي، چې د طرحې د ژر عملي کېدو په موخه به د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې به په ترکیه کې د طالبانو او کابل حکومت چارواکو د لوړې کچې ناسته جوړېږي.

ورته مهال اشرف غني‌ بیا د لنډ مهالي حکومت له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړی او ټینګار کوي، چې واک باید یوازې د رایو او ټاکنو له لارې انتقال شي.

طالبان هم مؤقت حکومت د افغانانو په ګټه نه بولي، او ټینګار لري چې هیواد کې باید یو مقتدر، اسلامي‌ نظام جوړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان چی یو مؤقت حکومت نه منی او وایی چی هیواد کی باید یو قوی مقتدیر سلامی جوړ شی بیا دی خپلی طرحی خلکو ته او ټولی دنیا ته وړاندی کړی څه رقم قوی او مقتدیره اسلامی حکومت؟ کله پخوانی امارت چی خلک د یوی مړی ډوډی پسی حیران ول او کوم بل شان اسلامی قوی او مقتدیره حکومت؟ طرحه یی معلومه نده خبری د قوی اسلامی حکومت کوی. اسلامی قوی حکومت د یوه مشارکت له لاری راځی چی ټول اولس ته د منلو وړ وی او ټول پکی برخه واخلی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x