ټکنالوژي

په ۱۸ جي بي ریم سمبال د نړۍ لومړی ځیرک موبایل وړاندې شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ کب، ۱۳۹۹ل): یوه چینایي شرکت د نړۍ تر ټولو پیاوړی ریم لرونکی موبایل چې ۱۸ جي بي دی وړاندې کړی دی.

نوبیا Nubia شرکت خپل درې نوي موبایلونه (ریډ میجک ۶) او (ريډ میجک ۶ پرو) وړاندې کړي په داسې حال کې چې د (میجک پرو روښانه نسخه) په نوم موبایل یې تر ټولو ځانګړی او تر ۱۸ جي بي ریم په کې ځای پرځای شوی دی.

لومړي دوه موبایلونه یې نږدې یو څېر دي، په دې کې ۶.۸ انچه ډیسپلی لګېدلې چې بېلا بېلې ځانګړتیاوې لري، دغه راز په موبایل کې داسې آله ځای پرځای شوې چې موبایل له ګرمېدلو ژغوري.

یادو موبایلونو کې د سنیپ ډراګون ۸۸۸ پراسیسر ورکړل شوی او د اندراید ۱۱ چلونکی سیستم په کې ځای پرځای شوی، په میجک ۶ کې ۵۰۵۰ ملي امپیره بیترۍ د ۶۵ واټه چارج سره ورکړل شوې چې په ۳۸ دقیقو کې ټول موبایل چارجوي، خو د میجک ۶ پرو بیترۍ نسبا کمزورې ده.فوٹو بشکریہ نوبیا

په ریډ میجک کې ۶، ۸ او ۱۲ جي بي ریم سره ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي حافظه ورکړل شوې، په داسې حال کې چې میجک پرو کې ۱۲ او ۱۶ جي بي ریم سره ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي حافظه ورکړل شوې ده.

د کامرو له لحاظه هم یاد موبایلونه غوره دي، چې د ۶۴، ۸ او ۲ میګا پېکسلو کامرې ورکړل شوي، خو تر ډیره دغه موبایلونه د چټک سیستم له کبله د سترو ویدیویي ګیمونو لپاره کارول کیږي.

د نوبیا شرکت تر ټولو ستره ځانګړتیا په خپل ځيرک موبایل کې د ۱۸ جي بي ریم ځانګړتیا ځای پرځای کول دي چې تر دې دمه سامسنګ او ایپل شرکتونه هم دغه سر ته نه دي رسېدلي.nubia Red Magic 6 series announced with 165Hz refresh rate display Snapdragon 888

په ریډ میجک ۶ پرو روښانه نسخه کې د ۱۸ جي بي ریم سره ۵۱۲ جي بي داخلي حافظه هم ورکړل شوې ده.

ددې موبایل انلاین بڼه په چین کې پېل شوې، بازار ته به د مارچ په ۱۱مه وړاندې شي خو په نړیواله کچه به د مارچ له ۱۶مې وروسته موندل کیږي.

ددغه ځانګړي موبایل دوه نسخې وړاندې کیږي چې د ۱۶ جي بي ریم او ۲۵۶ جي بي حافظې بیه یې ۵۵۹۹ چینایي یون (۸۶۵ ډالره)، په داسې حال کې چې د ۱۸ جي بي ریم او ۵۱۲ جي بي حافظه لرونکي موبایل بیه یې ۶۵۹۹ چینایي یونه (۱۰۲۰ ډالره) ایښودل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x