ټکنالوژي

ټویټر به ډیر ژر د «ټویټ سمولو» تڼۍ زیاته کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۹ا): د ټولنیزو رسنیو مشهوره شبکه ټویټر یو داسې پلیټ فارم دی چې په لوړه کچه سیاسیون، سوداګران، هنرمندان، لوبغاړي او نور خلک په پراخه کچه کاروي.

د ټویټر یوازینۍ کمزورتیا چې تر اوسه نه ده حل شوې د ټویټ تغیرول دي، که چیرې له یوه کاروونکي څخه ناسم ټویټ وشي او یا هم کومه تېروتنه ولري له پریښودلو یا بشپړ حذفولو پرته بل هیڅ اختیار نه لري.

ټویټر ته نږدې چارواکي وایي، اوس د کاروونکو په سخته غوښتنه د ټویټر شرکت تابیا نیولې چې په خپل پلیټ فارم کې د سمولو تڼۍ (Undo Send) زیاته کړي، چې له مخې به یې کاروونکي وکولی شي خپل پوسټ کړی ټویټ کې تغیر هم راولي.

خو ټویټر وایي چې د ټویټ تغیرولو لپاره به کاروونکی یوازې پنځه ثانیې وخت ولري، په دغه دوران کې که څوک غواړي خپل ټویټ تغیرولی شي.

باید وویل شي چې کاروونکو لپاره ددغې ځانګړتیا وړاندې کولو وروستۍ نېټه تر اوسه نه ده اعلان شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x