نظــر

لس ورځې د طالبانو په شرعي دوره کې…!

ډاکټر احرار

پخپل څلویښت کلن عمر کې مو ډیرې ناخوالې ولیدلې، ابتدایي دیني زدکړې، عصري علوم مو د طب په څانګه کې د معالجوي دورې پورې ولوستل، د ستاژ دوره مو د هجرت له امله پاکستان کې وکړه، په مختلفو روغتونو کې مو پرکټیس وکړ، د طالبانو تر څنک مو له نورو ځوانانو سره هم ډیر تعلق و  هدف او تګ لاره یې راته معلومه شوه، په دې موده کې مو سیاسي عروج او زوال هم له نژدې ولید.

د خپلواکۍ او بلواکۍ دوو دورو مو ټوله ځواني وخوړه د نژدې خپلوانو په شهادتونو، کونډو او یتیمانو په لیدلو مو د ژوندانه مقصود زده او دریځ پوخ کړ.

هوکې د مجاهد او ترهګر توپیر مو دلته زده کړ، د ازادۍ د ورک اتل او وطن پروش توپیر راته د دوو جګړیزو ماشینونو له ساخت، قیمت او قوت نه ښه په ډاګه شو، چېرته د بمونو مور، کلسټر، B52 ، ډرون، کروز، بولټ پروف هیليکوپتر او بکتربند په وړاندې یې موټر سایکل سپور، روسي کلاشنکوف او زیړه د غوړیو ډبه او دیسي یا لاسي جوړ بارود تل به مو په اسویلیو شپه او ورځ پیلیده.

ما به تل فکر کاوه چې د نړیوالو ملیاردونو ډالرو په وړاندې به یوازې اوسپنیز ایمانونه په افغاني زړونو او کپرو کې پاتیږي نور به ټول د مادیاتو سیند کې غرق شي، دومره ډیر ډالر ما فکر کړی و زموږ د مالت د ډم زوی به زموږ ټوله سیمه په قیمت واخلي.

بیا داسې څه وشول چې یو وخت یې ګومان هم نه کیده، ټول ډالر لکه تقلبي ورک شول، د امریکایي اشغال په لومړیو کې ما یوازې طالبان لیدل، د جهاد په خاطر به یې اعانه ټولوله، له منابرو به د مالي جهاد فضائل بیانېدل، د غریب ولس په لس او سل روپۍ نادار زر یا زیاتې روپۍ به جمعه کېدلې، ښائسته ځوان طالب به د خجالت له پوره احساس سره مل قبلولې، بیا ما څه ولیدل کیدای شي پردي یې ونه مني بیا د امریکایي لاسپوڅي افغان عسکر میرمن او اولادونه و چې اوس د سوال لوحه ګرځیدلي و، معیوبین سوال کوي چې د غربي دیموکراسۍ لپاره یې لاس، پښه او سترګه قربان کړي اوس یې اولادونه خیرات غواړي او د غربي کلتور زدکړیالان رئیسان او وزیران د دوی په ناموس د خپل شوم هوس تنده ماتوي او د ناموس په بدل څه ورکوي.

ما د جمهوریت او وزیر محمد اکبر خان روغتون ډاکټران ولیدل د ډیرو عادي وسائلو لپاره یې خپلو کې چنده کوله او د اوزارو د نه شتون له کبله ناروغان بهر ته استوي.

ما دا هم ولیدل چې زموږ هیوادوال پاکستان ته د عادي امراضو د علاج په موخه تلل او د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو په مهال د رش او کش له امله درجن افغانان تر پښو لاندې ووژل شول …. څه شوې بلند و بانګ دعوې، اقتصادي پروژې،  هوایي دهلیزونه، د اوبو بندونه د دښمنانو هیوادونو چې تل یې زموږ ناورین ته ګډا کړې، منزویتوب؛ دا هرڅه یو شیطاني خوب و، هیواد مو قلعه بند شو ځمکه مو پاکستان لاندې کړه، اوبه مو مهار نشوې هوایي خو پریږده زمیني دهلیزونه مو بند او په شرطو شول، د کوکنارو تر څنګ مو کروندې د چرسو هډې شوې، ځوانان مو معتادان یا اربکیان شول، د پردیو مزدورانو مو د عقائدو، اقتصاد او سیاست جنازه وکړه.

دلته بیا نوم ورکي طالب په وچه ډوډۍ،  تش لاس او خالي جیب د ایمان په سوچه قوت د خپلواکۍ د مینار تر څنګ د علم او فرهنګ ډیوه بله وساتله، په لږ امکاناتو یې د رب لایزال قوت نړیوالو او خپلو ړندو ته ښکاره کړ.

د افغانستان اسلامي امارت د افغانانو او نړیوالو محکومو مسلمانانو د نجات او بریا یوازنی ادرس وګرځید دا ولې او څنګه…؟

ما د دوی په شرعي دوره کې د توحید تر څنګ د اجتماعي ژوندانه اسلوب، عبادات، سیاست او اقتصادیات د واکمنۍ میتود د ظالم او مظلوم سره برخورد د کفري نړۍ سره تعلقات او د هغوی په وړاندې تعهدات او د هغوی ساتنه د قرانکریم، نبوي احادیثو او اسلامي فقهي له ادرس نه د ثقه او حق علماو په توسط واوریدل، دوی ته ټول هدایات د ولس ساتنې د اولس د هوساینې و دوی ته د خادمانو خطاب کې دې له دوی سره د يوې یوې روپۍ حساب کېده.

دوی ته د دنیا او اخرت وعیدونه او اخطارونه بیانیدل، دوی و چې د ژوندانه په مقصود خبر وو، که ټول ولس په یوه اواز د طالبانو لاسنیوی وکړي دا به مو د ټولو ناخوالو پای وي.

دا به مو د ځمکی په سر د اسیا منځ کې برم او حیثیت وي، هم دا نظام به مو د دنیا او اخرت د نجات ذریعه وې.

د درک په هیله

په درنښت ورور مو

ډاکټر  احرار

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

دیر شه بیانات داکتر احرار خو طالب مونژ دیر وقت نه پیژنو دوی تول بامیان قتل عام کرل مزار قتل عام شول شمالی انگور تاکونه وسوزول شو کورونه ویجتر او # یی پاکستانیانو باند ی خرس کرل دیر د شرم زای دی چی د یو داکتر په صفت هغه خلکو نه دفاع کوی چی خلک داکتر انجنیر ییی حلالول تول ملک یی ویجتر کرل. زه خو په دی نه پوهیژم که تهداصلی داکتر هم یی او که د طالبانو دوره داکتر یی که داسی یی نو سلام اعلیکم.

کمالی

په ګوتو مو برکت شه محترم ډاکټرصاحب

غوربندي

په ګوتو او فکر مو برکت شه ښاغلی ډاکټر صاحب

زه چې کله هم د اربکیانو نوم اورم نو ډېر ناهیلی کېژم،،، ځکه دا پدیده زمونږ په ټولنه باندې د محاط جهل سوچه او وطني محصول دی.

الله تعالی دې طالبانو کرامو ته توفیق ورکړي تر څو ټولو افغانانو ته د زده کړو شرایط برابر او د اشغالګرو له شړلو وروسته د جهاد د یوه نوي او مهم باب په توګه د جهل او فقر په وړاندې نه ستړې کېدونکې مبارزې ته دوام ورکړي.

دمتم

عبدالواحد اڅګزۍ

داسلامی فتوحات اوعقلی علوم پسله هغه چه اسلام په عربستان کی خپورسو،اول ځل پاشلی عرب سره متحدسوکم حکومت چه دهغوی پمنځ کی واقع سودقدرت اوکامیابۍ تکیه یی پرقرآنکریم وه ددی مقدس کتاب مرجع دټولواعمالواونیتو داصلاح سبب وګرزیده-څه اخلاکیات ،تاریخی واقعات،اواصطلاحات دعربودپاره تازه اوډیرجالب وو اوصدراسلام پرقرآنکریم تکیه درلوده په همدی سبب خلفاوواوعاموټولوعقیده درلوده چه هیڅ یوکتاب کریمه دویلووړندۍ اوداعقیده دخلفاووپه دورکی دمعاویه ترخلافته قایمه وه او قرآنکریم یی دټولو دینی کتابوناسخ بالۍ اوهم یی اسلام دټولودینوناسخ بالۍ دشرع ټولوپیشوایانوغیرله قرآنکریمه دټولودینی کتابومطالعه ممنوع ګرزولی وه – یوه ورځ محمد(ص)دحضرت عمر(رض) په لاس کی دتورات یوه ورقه ولیده دونه پقهرسوچه دقهرآساریی… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

احراره وروره دافغانستان دبربادۍ اوپس پاته کیدوسبب همدغه بیعلمه خودساخته عالمان دی آیاپه افغانستان کی دوی مکتب ویل دظاهرشاه اوانګریزانوپه هدایت کفرنه بالۍ مکتب ویل صنعت زده کول دی په دین هیڅ اړه نلری که موږهم لکه پاکستان یاشمالی کوریا اټومی اصلحه درلودای کفاروزموږدوطن داشغال فکرکولای سوای آیادیوجاهل عرب اسامه دپاره زموږملک چادی درجی ته ورساوۍ که په دوی کی عقل اوشعوروای دامریکاسره دوی ټکرکاوۍ آیادقرآنکریم درویه دوی ته رواوو چه دورلډټریډسنټر۳۰۰۰مظلومان یی قتل کړل ته قرآنکریم (۶۰-الممتحنه ۸،۹-آیاتونه )په ترجمه ووایه دروس په اشغال کی امریکازموږڅونه کومک وکۍ که بیاملک دغسی بیعلمه جاهلانوته په لاس ورسی خیریی نسته.په احترام… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx