نړۍ

بلوچستان: بمی چاودنی مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا: دبلوچستان ایالت تربت بازار کي نن له غرمی څخه وروسته بمی چاودنه ترسره شوه، له سیمي څخه عینی شاهدانوخبر ورکړی دي چی چاودنه دریموټ کنټرول په وسیله رامنځ ته شوی ده.

دپیښي له ځایه څخه امنیتی چارواکو خبرورکړی دي چي ښارکی دپاکستاني نیمه فوځي عسکرو قافله دتیریدو په حال کی وه چی دغه چاودنه رامنځ ته شوه، دچاودنی له مله څلور عسکر سخت ژوبل شوی، چی وروسته دوو عسکرو وروغتون ته پرلاره سا ورکړه او پاتی دوه نور روغتون کی تر درملنه لاندی دي.

همدارنګه تیره ورځ دبلوچستان ایالت مچ سیمه کی څوتنه سواریان دنامالومو وسلوالو له لوری له کومه بسه کښته کړل شوی او تښتول شوی وو، چی وروسته دپولیسو او تښتونکو ترمنځ وسلواله شخړه هم رامنځ ته شوی وه، او له امله یی نور تښتول شوی کسان بیرته دتښتونکو له منګولو څخه خوشي کړل شوی دي، یواځی یو کس تراوسه پوري له تښتونکو سره پاته دي. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x