
امریکا: د پاکستان له مرستې پرته افغانستان کې سوله شونې نه ده
امنن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان د متحده ایالاتو ستراتیژیک ملګری او د افغانستان ګاونډی دی، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم اوحیاتي رول لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اردو برخې ویاند «زید ترار» له پاکستاني تلویزون «جیو نیوز» سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو او د افغانستان د سولې پروسې پورې تړلو مسایلو کې د پاکستان رول حیاتي دی او ددې هیواد له مرستې پرته شونې نه ده، چې په افغانستان کې سوله تامین شي.
نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د بایډن اداره د افغانستان په اړه د خپلې پالیسۍ په جوړولو بوخته ده او په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوی تړون لا هم تر څېړنې لاندې دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پورتنی مؤقف داسې مهال دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي تړون په اساس په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر تر ټولو ټيټي کچې ته را رسېدلی دي او په اساس یې باید ټول بهرني پوځیان د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.
ورته مهال د بایډن اداره وایي، یاده توافقنامه بیا ځلې ارزوي او په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه خپله پالیسي اعلانوي.
ورته مهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» هم د مؤقت حکومت له طرحې سره د سیمې هیوادونو ته په سفر وتلی او یاده طرحه یې په کابل کې سیاسیونو ته سپارلې او دوحې ته د طالبانو د لیدو په موخه تللی.
که پاکستان نن طالبانو ته ووایی چی نور بس ده ورځی کډې مو بار کړی دلته نور تاسو ته د اوسیدو ځای نشته، سبا به ګوری چی طالبان اوربند ته غاړه کیږدی. واضحه خبره ده چی د سولی کیلی له پاکستان سره ده. طالب بیچاره د جنګ مصرفی مواد چی د پردیو د اهدافو لپاره هر ورځ وژل کیږی.