افغانستان

بلخ کې د نښتې پرمهال ۱۲ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت به نهرشاهي ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال ۱۲ دولتي عسکر وژل دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط «یک» تلویزیون ته ویلي، دا پېښه تیره شپه د نهرشاهي ولسوالۍ په «ترکمنیه» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې طالبانو د دولتي عسکرو پر یوې قرارګاه برید وکړ.

سرچینه زیاتوي، په دغې نښته کې د ۱۲ دولتي عسکرو د وژلو ترڅنګ ۴ تنه نور ټپيان شوي هم دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې خبر په تایید سره ویلي، چې په یادې قرارګاه یې ځکه برید کړی، چې د ملکي خلکو په کورونو یې توپونه او هاوانونه ویشتل.

باید وویل شي چې  په دې وروستیو کې دولتي عسکرو د ولسي خلکو په کورونو او عامه تأسیساتو توپچي او هوايي بریدونه زیات کړي، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو میاشتې مخکې پر ټولو هغو دولتي پوستو او قرارګاوو د بریدونو خبرداری ورکړی وو، له کومو ځایونو څخه چې د ولسي خلکو په کورونو توپونه ویشتل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x