شعـــــرونه

شاهیکوټ ته نیمګړی نظم/ ستومان

نعيم ستومان

دلۍ،دلۍ دلۍ پرتې دي
غرونه پوښلي،دښتې پوښلې
پۀ سپینو واورو
****
پۀ شمار شمارلي ژڼي څوکۍ دي
د شاهیکوټ پۀ سردرو کې
سړه څيله کې، د احساس اور ته
****
خوله خوله دي
لۀ کور و کلي لۀ پستو غېږو
څۀ شنو ډبرو
ته ټول تکیه دي
****
شینکی اسمان دی،خالي میدان دی
توکل پۀ خدای دی
تورې چورلکې بي باونB52 ګرځي
اورونه شیندي،ځمکه خوټيږي
ژڼي لګیا دي شیندي  سرونه
د تکبیر ځوږ ته پۀ ملا خم شول
پردي فوځونه، دنګ او هسک غرونه
*****
لۀ کومې خوا خوشبویي راغله
د ګلابونو مشکو عنبرو
د سر لښکر ټټر غلبېل دی
او سر یې ایښی پۀ شنو ډبرو

۲۰۲۱/۳/

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x