نظــر

د غزې رژیدلي ګلان

 د مظلوم فلسطین د مظلومیت داستان اوسنی ندی، له کلونو کلونو راهیسی وحشی یهودان د صلیبیانو په مرسته، د ملل متحد په فتوی او د تش په نامه اسلامی کنفرانس د بی غیرته موقف او خاموشی له امله هر کال په سلګونو بی ګناه فلسطینیان په بی رحمانه ډول وژل کیږی، د نړی هیڅ عاقل،منصف او با ضمیره انسان د فلسطینیانو له حقوقو سترګی نشی پټولای،د یو څو ګرځندویانو په نوم راننوتی وحشی قوم چی نن یی د فلسطین اکثره سیمی تر ولکی دی، د همدی لړلی نړی په مرسته وتوانیده چی په تدریجی ډول له هیڅ نه په شتون مبدل شی. تش لاس مظلوم خوځښت او له خپله حقه مدافیعینو ته نړیوال ترهګر وایی خو غاصب او د معصومو ګلانو او تور سرو قاتلانو ته بیا د زغم تلقین کوی او د اوربند اتلان یی بولی!!! اما بلخوا ددی اتل او مظلوم فلسطین غږ او دفاع له موجوده دوه نیم میلیارده مسلمانانو او نړیوالو منصفینو څخه نه پورته کیږی،او دا ځکه چی په اسلامی امت کی هم د خلافت تشه موجوده ده،او دا یواځنی هیله ده چی به ددی مظلومیت تسلسل ته د پای ټکی کیږدی، د روژی په دی مبارکه شیبو کی دغزه په اوسنی تړانګه کی هره لحظه د اسرایلو له لوری پر غزه توغندی ورول کیږی هو لوری یی معلوم نه وی کله په غوړیدلی دسترخوان راغورځی او کله په ولاړ منبر!!!کله روژه ماتی ویر کړی او کله پیشمنی!! هو کله د وړو ګوډیانو لوبغالی نښه شی او کله د خوب بستر!!اما دلته د ملل متحد نه کوم سازمان شته، نه حقوق بشر!! داسی ښکاری دی ځای کی نړی د ډاروین د نظریی ملاتړی دی فلسطینیان انسانی توکم نه ګڼی او نه د بشر کومه برخه!! هم یی ځمکه نیول شوی او هم یی وژنه ترسره کیږی!! ماشومان یی سوځوی او نازکه اسماعیلی سینه یی په مرمیو غلبیلوی ،کاهلان یی دوی ملامت بولی اما دا د زانګو شهدان خو یی ډیر دردونکی دی!! هو ډیر کوچنی، معصومه او تازه ټوکیدلی ګلان!! نړیوالو هوکی ستاسو له ملالی نه ډیر پاک او ډیر واړه او بی ژبی تازه ټوکیدلی ګلان!! هو همدومره واړه او نازک!! الهی قوانین خو پریږده چی د ځنګله د ځناورو تر منځ پراته اصول یی هم د ناز او ښکل دود خپله فریضه ګڼی، خو دا د یوویشتمی سلیزی د نوی دین یا ډیموکراسۍ د نادودیو هوا یی وژل خپل اقتصادی او سیاسی منفعت ګڼی!! کلکه خاموشی یی خپله کړی نه کیری ورځی نه کوم ین کوبیش!! د بشری تاریخ د ظلمونو ټول مستبد نظامونه هم ننۍ دیموکراسی ته ګوته په غاښ دی!! دی ډیموکراسۍ خو د بشر وژنی ، ولس وژنی پرته بله لاسته راوړنه نلری،دی نظریی په خپل ټول تاریخ کی یو کار ضرور کړی چی د بشر فطرت یی وژلی!!دا نظریه عواطف، صله رحمی،انسانی کرامت هر څه په منفعتونو خلاصه کوی. انسانی کراماتو ته عجبه ترازو مخی ته کیږدی، یوی خوا یوه چټاکه ،غولونکی اداکاره نه ملاله جوړه کړی او د نړی په بهترینو جوایزو او تحایفو یی نازوی، او د ډراماتیکو قربانیو تبلیغتاتو یی ګرده نړی په سر اخیستی وه، ټولو رسنیو ورته د یو مثالی شخصیت ارمان وایه!! اما بل طرف ته بیا د معصومیت د ښکلاوو یو لوړ اما یو معصوم امتزاج ترهګر بولی په بمبار او اور بدرګه کیږی،سوځیدلی تنه یی ایره شی اما د مظلوم غږ لکه د هغی تنی وسوځی!نه بیا حقوق بشر هلته راپور لری نه انسانی خیریه موسسی!نه بیا د ماشومانو د تحفظ اداری او نه رسنی بیا رښتیا انځوروی!!بس نړیوال یی بیا له یو داسی غندنی سره بدرګه کوی، چی عینی تحقیر دی!! بلخوا ته ټول اسلامی امت په لهو ولعب اخته دی، موسیقی،بربنډ فلمونه، نڅا او د فوټبال ،کرکت د ګولونو او منډو نه پرته بل بحث نلری، د امت خراسانی هیله یی د انتخاباتو په ډرامه کی بوخت ده، نبوی پاک منبر یی هم په همدی پلیته ایډیولوژی داغلی دی، له منبره د طاغوت په لور بلنی ورکول کیږی.

های افسوس په نا خبره مولا…..سل چنده افسوس په دی ظالمی نړی!!
افسوس د اسلامی نړی په دایم الخمر زعامت او زر چنده افسوس د اسلامی امت په دی دروند خوب……..

د قدس د فتح او د امت د ازادی په هیله ستاسو ورور :شیراز مهاجر

لیکنه: شیراز المهاجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x