افغانستانسولې اړوند خبرونه

محب: دوحه کې روان مذاکرات جګړه پای ته رسولی شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ملي‌ امنیت شورا سلاکار وایي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو ښه فرصت برابر شوی دی او که چېرې ګټه ترې واخیستل شي، د څلورو لسیزو جګړه ورباندې پای ته رسېدای شي.

محب چې په کابل کې یې د امن او ثبات تر عنوان لاندې یوې رابلل شوې ناستې ته یې خبرې کولی وویل، چې افغانستان له تېرو څلورو لسیزو راپدېخوا په جګړه کې دی او سره له دې چې افغانانو ددې جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅې کړې دي؛ خو تر دې دمه یې پایله نه ده ورکړې او ناکامې شوې دي.

نوموړي‌ وړاندې زیاته کړې، چې له اوږدې مودې وروسته په افغانستان کې د سولې د تامین یو ښه فرصت برابر شوی او په همدې لړ کې د دوحې مذاکرات کولای شي، روانه جګړه پای ته ورسوي‌ او یوه نوي‌ تشکیل ته لار هواره کړي.

د محب په خبره، افغانستان کې روانه جګړه یوازې کورني‌ عوامل نه لري؛ بلکې د جګړې د دوام د لاملونو یوه ستره برخه پټه پاتې شوې او که چېرې دا جګړه یوازې د داخلي عواملو په اساس روانه ای، دوام به یې اوږد نه وو.

د محب له لوري‌ پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا متحده ایالات وایي، د افغانستان د سولې‌ په برخه کې د دوحې روان مذاکرات بې‌ ګټي‌ دي‌ او باید پر یوه بدیله طرحه باندې کار وشي.

په همدې لړ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي‌‌ «زلمي‌ خلیلزاد» د مؤقت حکومت طرحه په کابل کې سیاسیونو او حکومتي چارواکو ته وړاندې کړې، چې په اساس یې د طالبانو او حکومت تر منځ د یوه ګډ حکومت د جوړېدو وړاندیز شوی.

یادې طرحې بېلابېل غبرګونونه راپارولي‌ او اشرف غني‌ یو ځل بیا د ټاکنو له لارې د واک په لېږدېدو ټینګار کړی.

طالبان هم وایي، افغانان له مؤقت حکومت ښه خاطره نه لري‌ او د یوه مقتدر اسلامي نظام په جوړېدو باید کار وشي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x