ورزش

د ناسم پیچ څخه په ګټه اخیستنه، هند له انګلستانه ټيسټ سیریز وګاټه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۹ل): د هندوستان او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د څلورو ټیسټ سیالیو سیریز هند لوبډلې په ۳-۱ په خپل نوم کړ او د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ چمپين شپ پایلوبې ته یې لار وموندله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په دریمه او څلورمه ټيسټ سیالۍ کې «ناسم پیچ» د هند کرکټ بورډ د نړیوالو کرکټرانو او مبصرینو د سختو غبرګونونو سره مخ شو، چې دریمه لوبه په دوهمه ورځ او څلورمه لوبه په دریمه ورځ پای ته ورسېده.

دغه لوبې چې په هند کې د نړۍ تر ټولو ستر (موټیرا) لوبغالي کې ترسره شوې یوازې سوکه توپ اچونکو تر ډيره ویکټې واخیستې چې په بشپړ ډول د هند لوبډلې په ګټه تمامې شوې.

لومړۍ ټیسټ لوبه کې انګلستان هند ته د ۲۲۷ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه، په دوهمه لوبه کې هند د ۳۱۷ منډو په توپیر بریا خپله کړه، په دریمه لوبه کې هند د لسو ویکټو په توپیر او په څلورمه لوبه کې د یوې پاڼۍ او ۲۵ منډو په توپیر هند بریا خپله کړه.

په یادو څلورو سیالیو کې له جويي روټ پرته هیڅ لوبغاړي د پام وړ توپ وهنه ترسره نه کړه، نوموړي ۳۶۸ منډې وکړې، په توپ اچونه کې یوازې سوکه توپ اچونکي بریالي شول چې روي چندرن اشوین ۳۲، اکسار پټيل ۲۷ او جک لیچ ۱۸ ویکټې خپلې کړې.

باید وویل شي چې هند لوبډله به د کرکټ نړیوالې شورا د ټيسټ چمپین شپ پایلوبه کې د نیوزیلاند لوبډلې سره مخامخ کیږي، دغه لوبه به د نړۍ تر ټولو ښایسته لوبغالي «لارډز» کې د جون په ۱۸مه نېټه ترسره شي.

https://twitter.com/ICC/status/1368161982189305856?s=20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x