افغانستانسولې اړوند خبرونه

نادري: پر ټاکنو او «ارزښتونو» باندې بحث نشي کېدای

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل د مذاکراتي‌ ټیم غړی «نادر نادري»‌ وايي، په اساسي‌ قانون کې د ټاکنو او ارزښتونو له بابونو پرته نور بشپړ اساسي‌ قانون د تعدیل وړ دی.

نادري‌ چې په کابل کې یې د ستراتیژيکو څیړنو په یوه مرکز کې وینا اوروله وویل، چې د سولې په خبرو کې بیړه کول به روانه جګړه او وینه تویونه ونه دروي‌ او ددې لپاره چې له هیواده د جګړې ټغر ټول شي، اړتیا ده چې په سړه سینه بحثونه وشي‌.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د بین الافغاني‌ مذاکراتو په دویم پړاو کې جدي او معنا لرونکې خبرې لا هم نه دي‌ پیل شوي‌ او د سیاسي نظام، اتلس کلنو لاسته راوړنو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه نه دي‌ شوي.

د نادري‌ له قوله، د سولې‌ په خبرو کې د هر څه په اړه بحث کېدای شي‌؛‌ خو په اساسي‌ قانون کې له «ټاکنو او اتلس کلنو لاسته راړونو» پرته نور هر څه د تعدیل وړ دي.

نادري‌ ددې تر څنګ د امریکا له لوري‌ د مؤقت حکومت د جوړېدو په تړاو د نوې طرحې‌ په اړه د بحثونو له دوام خبر ورکړ.

د نادري‌ پورتنی مؤقف داسې مهال دی، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي‌ د واشنګټن له لوري‌‌ په افغانستان کې د مؤقت حکومت د جوړېدو طرحه له سیاسیونو او چارواکو سره شریکه کړې، چې په اساس یې باید په هیواد کې د غني‌ او طالبانو ګډ حکومت جوړ شي.

ورته مهال ارګ مشر بیا له ټاکنو نه تېرېږي‌ او ادعا لري چې واک یوازې د انتخاباتو له لارې بل چا ته سپارلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

د یو یو نیم ملیون خاینو افغانانو په استازیتوب دا ځوان و ۳۷ نیم ملیون غیور او مومن افغان ولس ته وینا کوي چي په جعلي ټاکنو او کاذبو ارزښتونو باندي بحث نسي کیدای. په داسي حال کي چي مربیان یې د خپلي کډي د ټولولو په درشل کي دي. دی لکه چي امریکایانو په ایس آی وي پروګرام کي قبول کړی دی چي داسي غر او فیل وایي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x