شعـــــرونه

د شاهيکوټ حماسه/ خالقيار

خالق یار احمدزی

څپانده توند سنګر وه، معرکه د شاهیکوټ
سور کفر په ګونډو شو په جګړه د شاهیکوټ

غازي شولو زرمت چې، د بریاوو توغ یې جګ کړ
تاریخ کې نوشته شوه، حماسه د شاهیکوټ

یو څو تنه غازیان وه، سر سپارلي ستا وطنه
توراشغال ته ویتنام جوړ شو، په کاسه د شاهیکوټ

منصور شو د منصور په څیر کباب او په اور سوی
خو هسکه په تاریخ کې شوه، شمله د شاهیکوټ

په غرو کې ترنم وه، هندوکش پامیر خفه وه
اوریدلې یې وه غمجنه ترانه د شاهیکوټ

نړیوال خبري سرټکی، یرغلګرو په خپل نوم کړ
خو زړو کې تکبیرونو کړه نعره د شاهیکوټ

لا هم دی ځای دفخر، جهادي بهیر روان دی
لا هم نه ده ستومانه ها جبهه د شاهیکوټ

یو نوم پرې طالب جوړ کړ، خالقیاره لا هم یاد دی
غلیم ته به ور یاده کړو کیسه د شاهیکوټ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x