افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني‌ ته د امریکا لیک: له توافقنامې سره سم د عسکرو په ایستلو غور کوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلینکن» د کابل حکومت مشر «غني» او د پخلاینې عالي‌ شورا رییس «عبدالله عبدالله»‌ ته په لېږلي‌ لیک کې واضح کړې، چې د امریکا متحده ایالات د دوحې له هوکړې سره سم له افغانستانه د خپلو پوځونو په ایستلو غور کوي.

دغه لیک چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي‌‌ «زلمي‌ خلیلزاد» کابل ته د خپل سفر په مهال غني‌ ته سپارلی او یوه کاپي‌ یې طلوع نیوز ته رسېدلې پکې راغلي‌ دي، چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان په اړه خپله پالیسي‌ ارزوي او په می میاشت کې له افغانستانه د خپلو عسکرو په بشپړ خروج باندې غور کوي‌‌.

د لیک په یوه برخه کې راغلي‌‌ «زه غواړم واضح کړم، چې د نورو انتخابونو تر‌څنګ امریکا له افغانستانه د می تر پایه د خپلو عسکرو په ایستلو غور کوي. که امریکا د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته خپلې مالي‌ مرستې ستاسو له عسکرو سره روانې هم وساتي؛ خو زه اندېښنه لرم، چې د بهرنیو عسکرو تر وتلو وروسته به امنیتي‌ وضعیت خراب شي‌ او طالبان ښایي لاسته راړونې په اوبو لاهو کړي، دا وضاحت مې له دې امله وکړ، چې زما په لیک کې د وړاندیز شویو مواردو په اړه د بیړني‌ کار په اړتیا پوه شې.»

په دغه لیک کې راغلي، چې د افغانستان د سولې خبرې باید چټکې شي‌ او له طالبانو سره د راتلونکي‌ نظام او نورو اړوندو مسایلو په اړه جدي‌ بحثونه دوام‌ پیدا کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي،‌ چې ملګرو ملتونو ته یې وړاندیز کړی چې د روسیې،‌‌ پاکستان، ایران، روسیې او چین استازي‌ په دې قانع کړي، چې د افغان سولې ملاتړ وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددې تر څنګ د ملګرو ملتونو په مشرۍ په ترکیه کې د یوې ناستې وړاندیز هم کړی چې د طالبانو او «جمهوریت استازي» به پکې برخه لري.

بشپړ لیک په لاندې انځورونو کې کتلای شی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x