
د هند غوره ليګ سياليو مهالويش په ډاګه شو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغې چې د هند غوره ليګ د ۱۳م پړاو سيالۍ د کرونا وبا له کبله په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې، د هند کرکټ بورډ پريکړه کړې راتلونکی پړاو په هندوستان کې ترسره کړي.
د يکشنبې په ورځ د هند کرکټ بورډ د يادو سياليو مهالويش په ډاګه کړ چې د اپريل مياشتې په نهمه نېټه به په چنايي لوبغالي کې د دفاعي اتل ممبۍ انډينز او رايل چيلنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ له سيالۍ پېل شي.
د يادو سياليو لپاره د احمد اباد، چنايي، کولکته، ممبۍ، دهلي او بنګلور ښارونه غوره شوي دي.
د کرکټ بورډ د اعلان له مخې، هره لوبډله به په يوه لوبغالي کې د لومړي پړاو ۵۶ لوبو څخه ۴-۴ لوبې ترسره کړي، په داسې حال کې چې هيڅ لوبډلې ته به د خپل لوبغالي امتياز ورنکړل شي.
د کواليفاير او پايلوبې سربېره به ټولې ۶۰ سيالۍ ترسره شي، چې لومړی پړاو يا د ليګ مرحله به د اپريل له نهمې تر مۍ ۲۳مې، او پايلوبه به د مۍ مياشتې په ۳۰مه نېټه ترسره شي.
بايد وويل شي چې په لومړي سر کې به يادې سيالۍ د بندو دروازو ترشا يا د نندارچيانو په نه شتون ترسره شي، خو په وروستيو کې به د نندارچيانو د راتګ او شمېر پريکړه شرايطو ته په کتلو وشي.
🚨 BCCI announces schedule for VIVO IPL 2021 🚨
The season will kickstart on 9th April in Chennai and the final will take place on May 30th at the Narendra Modi Stadium, Ahmedabad.
More details here – https://t.co/yKxJujGGcD #VIVOIPL pic.twitter.com/qfaKS6prAJ
— IndianPremierLeague (@IPL) March 7, 2021