ورزش

طالبانو پکتیا کې د «سولې» تر عنوان لاندې فوټبال سیالۍ ترسره کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان په ختیځ ولایت پکتیا کې د طالبانو له لوري د سولې تر عنوان لاندې د فوټبال سیالۍ پېل شوې وې چې تېره ورځ پاې ته ورسېدې.

د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ چې ۲۴ بېلا بېلو لوبډلو په کې ګډون درلود شاوخوا ۲۴ ورځې وړاندې پېل شوې وې او د سلګونه نندارچیانو په ګډون پای ته ورسېدې.

طالبانو په دې تړاو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، «د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې چې پایلوبه یې په کوتیخیلو سیمه کې ترتیب شوې وه، او لوی شمېر مینوالو په کې ګډون درلود، همدا راز پایلوبې ته د نږدې شاوخوا سیمو اوسیدونکي هم د نندارې په موخه راغلي وه».

د فوټبال سیالیو ګټونکو ته د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسون استازو له لوري جایزې هم ورکړل شوې، «دغه لوبې چې کابو ۲۴ ورځې یې دوام درلود پای غونډې ته د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسون مسئولین هم راغلي وو او ګټونکو ټيمونو ته یې انعامونه ورکړل».

بېلا بېلې لوبې، فزیکي ورزشونه او تفریحي مسابقې جوړول د ژوند یو له مهمو برخو ګڼل کیږي چې د ځوانانو د بدني وړتیا ترڅنګ ذهني وړتیا ته هم ګټور ثابتیږي.

طالبانو لوبغاړو او د سیمې خلکو ته د لوبو دا ډول تفریحي سیالۍ جوړول یو ګټور ګام بللی چې په وینا یې د ځوانانو په ذهني او بدني وړتیا ښه اغیز لرلای شي.

د یادونې وړ ده چې طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د بیا رغونې کارونو ترڅنګ ځوانانو ته د فوټبال، کرکټ، والیبال او بېلابېل تفریحي پروګرامونه برابروي چې ګڼ شمېر ځوانان په کې برخه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x