شعـــــرونه

ملي جرګه/ فدامحمد نومير

فدامحمد نومير

د وطن په ازادۍ باندې جرګه ده
دا جرګه په شېر سرخ کې ميلمنه ده

ښار په ښار، کلي په کلي هنګامه ده
غرو ، رغو کې پورته سوې زمزمه ده

په زړګي د اسيا کې ولوله ده
ويښوي ويده له خوبه غلبله ده

سبا زيری له تيارو که په نن شپه ده
د سهار نسيم يې زيری نښانه ده

هسکه، دنګه د زلمو پګړۍ، شمله ده
دا شمله د پلار، نيکونو خزانه ده

لوی، وړو په ګډه کړې فيصله ده
پيوستون د بدلونونو پيلامه ده

را روانه له هر لوري قافله ده
يو سرود دی يو اواز يو ترانه ده

که لاسونه سره ور نکړو نو ورک سو
ددنيا په ولسونو کې به سپک سو
……………

هلمند مست په توپانونو توپاني دی
ارغستان څپې څپې څپڅپاني دی

ارغنداب بغاوت کړی طغياني دی
هرې خروښې په خروښونو او خروښي دی

اليشنګ ګوره سرکښ په سرکښي دی
الينګار ليونۍ سوي بياباني دی

کنړ نه دی تور ښاما ر افي افي دی
ګومل نوم د تمدن او د هستي دی

چمچه مست په شڼا شڼ او په مستي دی
کوکچه ناڅي په ګډا او خوشحالي دی

کابل رود که نن پريشان په پريشاني دی
لوګر زيری د سبا د روښنايي دی

امو غرق کړه سره پوځونه په غړومبي دی
اباسين وار راغلی سيلابي دی

چې پرون و ملکان ځي نن ملک سو
هر دښمن لره ګولۍ د مرګ مردک سو

دې جرګې ته را روان حاجي ميرخان وي
ښه راغلي ته يې راوتی احمد خان وي

هوتکي محمود په لور د اصفهان وي
د سيدال شېر بريتو بريد هم په کرمان وي

امير کروړ وي پاڅيدلی پت باغران وي
صفاري سره ملګري عياران وي

بت شکن د سومنات نه را روان وي
په فرمان هند او بنګال د فريد خان وي

پهره دار په شېرپور کې اکبرخان وي
مسجدي مشک عالم محمد جانخان وي

د نائب امين الله څنګ کې ځوانان وي
سور په وينو د ميوند دښت و ميدان وي
ژوبلور د ايوب تندر او توپان وي

راسئ لاسي سره وکړو چې لمر څرک سو
د وطن نه تير په ځان لکه اڅک سو
……………

پير هرات لاسونه پورته په دعا کړي
شيخ متي يې په دعا باندې امنا کړي

بيټ نيکه د لوی څښتن حمد و ثنا کړي
قوم لپاره خير غوښتنه په بيا بيا کړي

بهلول شپه په عبادت سره سبا کړي
نعت و حمد په قلم کښل رحمان بابا کړي

دوه شمشيره وي په لاس احنف ندا کړي
دا ندا اوچت له قبره شهدا کړي

اولياء او علماء پورته صدا کړي
عاشقان او عارفان هم اقتداء کړي

هر يو کس په خپل خپل وار سره وينا کړي
مير، فقير په سجود پروت زاري، ژړا کړي

لوی څښتن دې زموږ قبوله استدعا کړي
دا تياره په افغانانو دې رڼا کړي

کاروان درومي موږ ترې پاته ځئ چابک سو
يو افغان سو نه پښتون، تاجک ازبک سو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x