افغانستان

طالبان د «سولې مؤقت حکومت» پر طرحې غور کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا لپاره د افغانستان ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد له طالب استازو سره د «سولې مؤقت حکومت» طرحه شریکه کړې، چې دا مهال طالبان ورباندې غور کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم نن ټکي اسیا ته دا خبره تأیید کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی به له غور وروسته ددې طرحې په اړه خپل دریځ څرګند کړي.

نوموړي داسې ویلي:«هو، یوه نسخه يې موږ ته هم راکړې له غور او څېړنې وروسته به موږ په دې اړه خپل موقف ووایو.»

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې کابل نیوز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوې سرچینې په حواله خبر ورکړی ؤ، چې کیدای شي طالبان د مؤقت حکومت جوړېدو سره موافقه وکړي؛ خو ددغه حکومت برخه وال به نه وي.

ددې خبر په اساس د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتنه کړې چې یا خو اوربند وکړي او یاهم تر اویا سلنې پورې د «د جګړې د شدت» کچه راکمه کړي.

سرچینې دغه راز ویلي، چې طالبانو له اوربند څخه انکار کړی؛ خو د «د جګړې د شدت» پر کمولو یې غور پیل کړی دی.

له بل پلوه طالبان بیا استدلال کوي چې ددوی جګړه یوازې دفاعي ده او داچې د دوحې تړون په اساس یې خپل پوځي عملیات راکم کړي دي.

طالبان دغه راز ددوحې تړون په اساس له امریکایانو غواړي چې د کابل حکومت له زندانونو څخه پاتې ۷۰۰۰ طالبان آزاد کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو ورځو راهیسې په کابل کې د سیاسیونو او عامو افغانانو ترمنځ د امریکا لخوا د غني پرځای د سولې مؤقت حکومت رامنځته کولو ګرم بحثونه راپارولي، چې د زیاتره افغانانو لخوا د نوي حکومت راتګ څخه هرکلی شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Talib Jan Sallam

You are getting locked from your both legs and both hands. I repeatedly shouted that there is a trap. The trap is gradually becoming visible. Accepting, any transitional government will make a permanent room for the west to stay in Afghanistan

Talib Jan, Afghans would be losing the 40 years achievements if you accept a transitional government

You will be selling this country forever. Good Luck

طوطی

کرزی به طالبان بیا راولی کچیری رانشی بیا می طوطی مه بولی. د افغانستان په تاریخ کی ډیری شاهان د دوهم ځل لپاره راغلی لکه امیر دوست محمد خان، شیر علی خان او داسی نور خانان. کرزی هغه کس دی چی په خپل مداریتوب سره هره لوبه ګټلای شی. همدا کرزی وو چی د فساد او رشوت تیږه یی کابل کی کیښوده او هزاره ګانو او شمالی تلوالی ته یی تر ټولو زیاد چانسونه برابر کړل ولی بر عکس پښتانه یی ښه وټکول او مطلقی تباهی سره یی مخ کړل، خو طالبان ګوری به چی طالبان یی یو وار بیا… نور لوستل »

Adam Khan

Yes, Kharzi did ignored the Pakhtoons and opened the doors to Tajiks to be protected and maintain the power.

طوطی

You will see Kharzai will return for a second time

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x