
د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې ۲ تنه ولسي وګړي «شهیدان» او ټپيان شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د امریکايي عسکرو په هوايي برید کې دوه تنه ولسي وګړي «شهیدان» او ټپیان شوي دي.
د سیمې خلک وايي، وړمه ورځ د قره باغ ولسوالۍ په «مهروداد» کلي کې له سعودي عربستان څخه په راستانه شوو مسافرو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې د عبدالبصیر په نوم یو ولسي وګړی «شهید» کړی او د پیرمحمد په نوم یو بل ولسي وګړی ټپي کړی دی.
باید وویل شي چې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون له مخې طالبان په بهرنیو عسکرو له بریدونو ډډه کوي او په مقابل کې یې امریکايي عسکر د طالبانو او عامو خلکو پرضد له هرقسم هوايي او ځمکنیو عملیاتو څخه منع ګرځول شوي دي.
که څه هم د تیر یوه کال په اوږدو کې طالبانو له ژمنې سره سم په بهرنیو ځواکونو یو برید هم ترسره نه کړ؛ خو په مقابل کې یې بهرنیو عسکرو بیا پر طالبانو او عامو خلکو په بریدونو کولو سره څوځله دغه تړون«نقض» کړ، چې طالبانو یې په اړه خبرداری هم ورکړی وو.