شعـــــرونه

غځونې کوي/ عمر عمري

عمر عمري

لکه د شپون رمه چې غرۀ کې غځونې کوي
داسې مې ستا يادونه زړه کې غځونې کوي

زه چې پر ګل نازک بشر خاورې انبار ووينم
اوښکې مې توی شي ګرېوانه کې غځونې کوي

شهيد جانانه! ډله ـ ډله دې غمونه راشي
زما د ذهـن په حجره کې غځونې کوي

زېړ مازديګر وي، خاموشي، شاعرانه خيالات مې
د سمندر هره څپه کې غځونې کوي

مسافر زوی یې له سفر راځي له ډېرې خوښۍ
یې ګرانه مور په دروازه کې غځونې کوي

ورباندې بیا دې کړې ايره ـ ايره د وخت زليخې
يوسفي حسن دې کتره کې غځونې کوي

ناترس مرګی يې دغه کړنې لره کله پرېږدي
ماشوم آرمان مې ژوندانه کې غځونې کوي

د پلار، نيکه توره يې زنګ وهي؛ سړيه غفلت
تر دغې کچې پښتانه کې غځونې کوي

شېبه ـ شېبه، ګړۍ ـ ګړۍ ورڅخه کيف اخلي
رنګ ـ رنګ مرغان په بارانه کې غځونې کوي

ناڅاپه راشي ښاپېرۍ مې د غزل (عمري)
د‌ فکر کور او په کوټه کې غځونې کوي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x