
بهرنیو ځواکونو په ننګرهار کې د چاپې پرمهال یو ملکي کس «شهید» کړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې امریکايي او دولتي عسکرو د چاپې پرمهال خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ یو ولسي وګړی په«شهادت» رسولی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې پېښې د غندلو ترڅنګ امریکايي «جهت» د سولې توافقنامې څخه په سرغړونې تورن کړی او دا پېښه یې په کلکه غندلې ده.
#جنایت:
تیره شپه د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ منګل لګډي سیمه کې امریکایي اشغالګرو له توافقنامې څخه د مکررو سرغړونو په دوام، د داخلي غلامانو په ملاتړ په ملکي خلکو چاپه ووهله.
دروازې یې ماتې کړې، کورونه یې تلاشي کړل او د امیرشاه په نوم یو تن سپینږیری کلیوال یې په شهادت و رساوه.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) March 8, 2021
دا پېښه چې تیره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ په «منګل لګډي» سیمه کې رامنځته شوې، په ترڅ کې یې ګډو امریکايي او دولتي عسکرو د خلکو د کورونو دروازې ماتې او د امیرشاه په نوم یې سپین ږیری کس په شهادت رسولی دی.
دا په روانه اونۍ کې دویم ځل دی چې امریکايي ځواکونه له دوحې توافقنامې څخه په سرغړونې د عامو خلکو په کورونو بمباري او چاپې وهي.
وړمه ورځ هم امریکايي ځواکونو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د ولسي خلکو په کورونو هوايي برید کې یو ملکي کس شهید اویو بل ټپي کړی وو.
که څه هم د تیر یوه کال په اوږدو کې طالبانو له ژمنې سره سم په بهرنیو ځواکونو یو برید هم ترسره نه کړ؛ خو په مقابل کې یې بهرنیو عسکرو بیا پر طالبانو او عامو خلکو په بریدونو کولو سره څوځله دغه تړون«نقض» کړ، چې طالبانو یې په اړه خبرداری هم ورکړی وو.