افغانستان

حکمتیار د هدفي وژنو په تړاو د کابل حکومت ته خبرداری ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۹ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په هدفي وژنو کې د کابل حکومت چارواکي ښکېل بللو ترڅنګ حکومت ته خبرداری ورکړی، که په لسو ورځو کې دغه بریدونه بند نه کړي، نو دی به د هغو دولتي چارواکو نومونه افشاء کړي چې دغه بریدونه تنظیموي.

حکمتیار دا څرګندونې له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې کړي دي.

نوموړي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړولو په تړاو د خلیلزاد طرحه هم ناکامه بللې او ټینګار یې کړی چې یوازې مؤقت حکومت کولای شي د افغانستان ستونزه هواره کړي.

حکمتیار په دوحه کې د جمهوریت په پلوۍ مرکچي پلاوي جوړښت نامناسب بللی، ځکه خو دده په خبره امریکا غواړي چې د دوحې بهیر بیا وارزوي او پر بدیلو لارو فکر وکړي.

د مؤقت انتقال حکومت طرحې څخه د ملاتړ ترڅنګ حکمتیار یوځل بیا ټټر وهلی، که طالبانو او یا څو نورو ګوندونو سره لاس یو کړي، نو په لنډ وخت کې به د هېواد کړکیچ د سولې یا جګړې له لارې حل کړي.

حکمتیار دغه راز څرګنده کړې چې د سیاسي ګوندونو سیاسي کمېټې د افغانستان د روانو حالاتو پر ارزونه بوختې دي او په مناسب وخت کې به د رهبرانو پر کچه د نظرونو د یوالي غونډه جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره د «سولې مؤقت حکومت» طرحه شریکه کړې او طالبانو ورباندې سلا مشورې پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

تقلبی مسلمانه راکټیاره ، دا چی تاسی مکمل معلومات لرۍ چی دا وژنی ددولت له خوا هدفی وژنی دی او درته معلوم هم دی چی څوک دا کار کوی نو ولی ددی کسانو نومونه اوس فورآ نه علنی کوی ایا د تاسو قاتلانو تر مینځ د ملت تباهی لپاره کومه امریکائی او پنجابی پاکستان سره تعهد موجود دی چی د تاسو تر مینځ داسی د مصنوعی نفاق ډرامی د افغان ملت د غولولو لپاره سره ولرۍ ، که څنګه ؟؟؟؟

طوطی

غروال ته: مړه چری ورته معلوم دی، سیاست کی خو داسی خبری کیږی خو له تا بیا باکل خطاوته. که همدا راکتیار نوای اوس ستا له نوم سره د (اوف) کلمه زیاته شوې وه مثلا دوکتور غروال اوف. د حکمتیار نوم چی اخلی بیا ورسره صیب هم اضافه کوه. وینی چی څوک در لایکونه هم نه درکوی دا ځکه چی د اصلی مجاهدینو قدر تا سره نشته.

دوکتور غروال

طوطی ته : مړه چی داسی مجاهد چی اول د ملا تهذیب ( اخیر کښی پرچمۍ شو ) په وسیله کمونیست او وروسته اخوانۍ شی او هغه په راکټیار مشهور وی نو داسی قاتل پاکستانی مجاهد ته د تاسو په شان اموخته طوطیانوله خوا د صاحب کلیمه داسی قاتل او اجنبی غلام سره ښه تره زیبا لیده کیږی ، جهاد ملت کړۍ دی او کوی ئی او د ملت قربانیو مزد د اجنبیانو له خوا دی غلامانو ته ورکول کیږی ، ما دی قاتل ته په ۱۹۸۱ کال پښاور کښی اوږدی خبری درلودی او هغه ته زه معلوم یم چی… نور لوستل »

Adam Khan

Hekmat Yar Saib Starrai Ma Shi

Welcome on board

ALLAH DE MAL SHAH

حکیم الامت

د حکمتیار صاحب هره خبره د کاڼي کرښه ده، به ملحدینو سیکولرستانو او بې دنیو داسې بد لګي لکه ایټم بمب. الله تعالی دې دا ستره پانګه له موږ نه اخلي. ډېر شجاع او زړور انسان دی.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x