
زلمي لکه غمي/ عامر
ابو احسان عامر
لکه فولاد زلمي ولاړ د ارادې پر اوربل
ټومبي ګلان د شاهي کوټ د حماسې پر اوربل
نړۍ سنګر او دفتر دواړه سکني وروڼه دي
ځکه يې ځانګي استقلال پاس د دوحې پر اوربل
د ازادۍ لمر او افق یو بل ته غاړه ورکړه
ستوري زلمي دي ورختلي د تيارې پر اوربل
څه سرښندنه استشهاد او خلیلي مينه ده
تنکي مسکي زلمي قدم ږدي د ډيوې پر اور بل
د ازادۍ مخته عامره څه ځوانۍ قربان شوې
ايښي زلمي لکه غمي دي هديرې پر اور بل