افغانستانسولې اړوند خبرونه

صالح: د امریکا لیک مو په موقف کې تغیر نه دی راوستی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلینکن» د کابل حکومت مشر «اشرف غني»‌ ته په یو لیک کې د یوه ناوړه امنیتي‌ وضعیت د جوړېدو خبر ورکړ او له نوموړي‌ یې وغوښتل چې د سولې خبرې چټکې کړي؛ د اشرف غني‌ لومړی مرستیال «امرالله صالح» ادعا کوي‌ چې له یاد لیک نه دی ویرېدلی او په مؤقف کې یې تغیر نه دی راغلی.

صالح چې د کابل حکومت د پخواني مارشال «فهیم» د تلین په مناسبت رابلل شوې ناستې ته یې خبرې کولې وویل، چې امریکا کولای شي، د خپلو دوه نیم زره عسکرو په اړه تصمیم ونیسي، او له طالبانو سره خبرې وکړي؛ خو دده له قوله، دا د کابل حکومت حق دی چې د افغانستان د خلکو د سرنوشت په اړه پرېکړه وکړي او په همدې تړاو تصمیم ونیسي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې له لیکونو، بمونو او دسیسو نه وېرېږي او په مؤقف کې یې بدلون نه راځي.

د صالح له قوله، حکومت تیار دی چې له طالبانو سره خبرې وکړې، خو «امرانه سوله» نه غواړي‌،  په هیڅ‌ ډول «اساسي قانون» تر پښو نه لاندې کوي او له خلکو د رایې ورکولو حق نه اخلي.

صالح د ګواښ‌‌ په ډول وویل، چې د پاکستان او طالبانو مرمۍ په سینه خوري؛ مګر تر خپل حق نه تېرېږي.

د صالح پورتنی غبرګون وروسته له هغه دی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اشرف غني‌ ته په یوه لیک کې واضح کړه، چې واشنګټن د نورو انتخابونو تر څنګ په می میاشت کې له افغانستانه د عسکرو ایستلو باندې هم غور کوي.

په یاد لیک کې راغلي وو، که بهرني‌ ځواکونه له افغانستانه ووځي نو د بهرنیانو له مالي مرستو سره، سره ښایي‌ امنیتي وضعیت نهایت خراب شي‌ او طالبان ډېرې لاسته راړونې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x