افغانستانسولې اړوند خبرونه

محقق: امریکا دې زموږ حال په نظر کې ونیسي، امر دې نه راته کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۹ل): په سیاسي‌ او امنیتي چارو کې د اشرف غني‌ سلاکار «محمد محقق» وایي، امریکا دې د افغانستان وضعیت‌ په نظر کې ونیسي‌ او دوی ته دې امر نه کوي.

محقق چې د کابل حکومت د پخواني مارشال «محمد قسیم فهیم» د تلین‌ په مناسبت رابلل شوې ناستې ته یې خبرې کولې وویل، چې امریکا او د نړۍ هیوادونه غواړي‌ چې د افغانستان قضیه په بیړني‌ ډول حل کړي؛ خو دده له قوله، دا کار شونی نه دی او د سولې پروسه باید له بیړي‌ پرته په عادي‌ ډول مخته یووړل شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «امریکایانو خپلې پنډې تړلې دي‌ او تګ ته چمتو دي؛ خو له موږ غواړي، چې سوله وکړو. هغه خلک چې لیکونه راته لېږي، زموږ وضعیت دې په نظر کې ونیسي‌ او پر موږ دې امر نه کوي.»

محقق د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک ته په اشارې وایي، چې په یاد لیک کې له آمرانه ادبیاتو کار اخیستل شوی او له دوی غوښتل شوي چې د سولې په پروسه کې بیړه وکړي؛ خو دده له قوله دا کار شونی نه دی‌‌ «په دې لیک کې له آمرانه ادبیاتو کار اخیستل شوی، په سوله کې بیړه نه کېږي‌ دا یو ملي ‌پروسه ده چې د افغانستان د خلکو‌‌‌ په قناعت سره ترلاسه کېدای شي. ستاسو یې کور ودان چې راغلاست،‌ښه مو وکړل یا بد مسئولیت یې ستاسو په غاړه دی. موږ نه ویریږو که تاسو ولاړ شی خپله سربازي‌‌ پيلوو او له تباهي هيڅ ویره نه لرو.»

دده په وینا، که طالبان له حکومت سره یو ځای شي، ښه خبره ده ځکه حکومت اساسي‌ قانون، جوړښتونه او بنسټونه لري؛ خو په خبره یې، حکومت کله هم له طالبانو سره نه یو ځای کېږي او د سولې په نامه تسلیمي‌ نه مني.

د محقق پورتنۍ څرګندونې د هغه لیک په غبرګون کې دي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانتوني بلینکن اشرف غني‌ او عبدالله ته لیږلی وو.

په دې لیک کې راغلي‌، چې حکومت دې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې بیړه وکړي‌ او که دا کار ونشي او بهرني‌ ځواکونه له افغانستانه ووځي؛‌ نو امنیتي‌ وضعیت به خراب شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تور سپین

الله اکبر، دا څومره بیشرمه انسانان دی. د چا په زور په دی چوکی ناست یاست که ته یی که ناصالح دی ـ که وطنفروشه غنی او ستاسی نور دار او دسته ده. د امریکایانو تر مخه لکه د پاتی فضوله ټوله دنیا در ډکه وه. امریکا د خپلو ګټو د پاره په دی ګدی کښنولاست. مګر تاسی مړیده نه لری. ملی سرمایه مو چور کړه. یو مو بی درسوه باډی ګارډانو خپل کور ته نه شی تللای. ملت اوس په سرو وینو کی ستاسی فاسیدو دلاسه لټ و پټ کیږی. مګر تاسی د خپلو چړچو د پاره په زرهاوو… نور لوستل »

عبدالمالک همت

له بادارانو څخه د ډول ډول فشارونو له امله لار او ګودر ورک سوي دي، د طالبانو سره زور وهلوته بيچ نه ويني، ځکه يې نو د چا خبره «چي په آس يې وس نه رسېږي، پر پالانه يې را اچولي، يعني خيل غلامان ګواښي. غلامان هم د هغي مقولې په مقتضا چي وايي: «اذا يئس الانسان طال لسانه». (کله چي انسان ناهيلی سي ژبه يې [لکه د شليتې ښځي دغونه ]اوږده سي). او پورتنۍ غوندي خبري کوي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x