نړۍ

افريقا: په ګينيا استوايي هېواد کې چاودنې ۲۰ تنه وژلي او ۵۰۰ سوه نور يې ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۹ل): د افريقا په ګينيا استوايي هېواد په يوه پوځي مرکز کې د چاودنې له امله لږ تر لږه شل تنه وژل شوي او شاوخوا پنځه سوه نور ټپيان دي.

د ګينيا استوايي ولسمشر تيودورور اوبانګ انګويما ويلي، دا چاودنه د باتا ښار بندر ته څېرمه په يوه پوځي مرکز کې شوې ده.

نوموړي ويلي د پېښې لامل د حساسو نظامي توکو ناسم ساتل و، چې د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شو.

د ګينيا استوايي د روغتيا او ټولنيزو خدمتونو وزارت ويلي، چې د ژغورنې چارې روانې دي او لا هم ډېر خلک تر خاورو لاندې دي.

ولسمشر اوبانګ انګويما دا چاودنې ډېره مرګونې بللې او په دې اړه يې د بېړنيو نړيوالو مرستو غوښتنه هم کړې ده.

د ګينیا استوايي د روغتيا وزارت په ټولنيزو شبکو کې له خلکو غوښتي، چې د ټپيانو د مرستې لپاره رغتونونو کې وينې ورکړي او تر خاورو لاندې کسانو په ژغورلو کې مرسته وکړي.

د روغتيا وزارت وايي، د ګڼو ټپيانو روغتيايي وضعيت ترينګلی دی او ښايي د وژل شوو کسانو شمېر تر دې هم ډېر شي.

ګينيا استوايي د اسپانيا مستعمره و او په ۱۹۴۸ کال کې يې خپلواکي تر لاسه کړې ده.

نوموړی هېواد د افریقا براعظم په لويديځ کې پروت دی، اقتصاد يې تر ډېره د تېلو پر صادراتو ولاړ دی او د نفوس شمېر شاوخوا يو ميليون او دوه سوه زره دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x