نړۍ

حوثيانو بيا سعودي کې د تېلو پر مرکزونو بریدونه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۹ل): د يمن حوثي ملېشو يو ځل بيا سعودي کې د تېلو پر چڼځايونو او تاسيساتو بریدونه کړي دي.

عربي رسنۍ وايي، دا بریدونه په جازان، عسير او دمام ښارونو کې شوي دي او همدارنګه په رأس تنوره سيمه کې هم د سعودي د «ارامکو» شرکت د تېلو پر زېرمو هم برید شوی دی.

حوثي ملېشو د دې بریدونو مسؤوليت منلی دی.

حوثيان وايي، سعودي کې د تېلو پر ګڼو چڼځايونو يې د ۱۴ بې پيلوټه الوتکو او ۸ توغنديو په مرسته بریدونه کړي دي.

د سعودي عربستان دفاع وزارت د بریدونو پخلی کړی، خو وايي، رأس تنوره سيمه کې يې د تېلو پر زېرمه توغنديز برید په هوا کې شنډ کړی دی.

سعودي چارواکي وايي، د حوثيانو بریدونه يې شنډ کړي او چا ته په کې ځاني زيان نه دی اوښتی.

د سعودي د انرژۍ وزارت وايي، «دا برید د نړيوال اقتصاد او امنيت پر ثبات شوی دی.»

حوثي مېلشو تېره پنجشنبه هم جدې ښار ته نږدې د تېلو پر زېرمه برید کړی و، خو هغه بریدونه هم د سعودي هوايي دفاع ځواک له لوري په هوا کې خنثا شوي وو.

حوثيانو يو ځل بيا پر سعودي د بریدونو لړۍ په داسې حال کې تونده کړې، چې د امريکا نوي ولسمشر جو بايډن په يمن کې د سعودي په مشرۍ د روانې جګړې ملاتړ ختمولو پرېکړه کړې او د بايډن ادارې دا هم ويلي، چې حوثي ملېشې به له تور نوملړه وباسي.

حوثيان وايي، د سعودي له لوري په يمن کې د روانې شپږ کلنې جګړې د ځوابي غچ په موخه د سعودي پر حکومتي تاسيساتو بریدونه کوي، خو سعودي تور پورې کوي، چې حوثي ملېشې ملکي ځايونه په نښه کوي او د حوثي ملېشو په پوځي او سياسي ملاتړ تورنوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x