افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله: له سیاسي بحران سره مخ یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» وایي، افغانستان له امنیتي پلوه بدې ورځې تجربې کوي‌ او له سیاسي پلوه له یوه بحران سره مخ دی.

عبدالله چې د کابل حکومت د پخواني‌ ولسمشر د مرستیال «قسیم فهیم»‌ د تلین په مناسبت رابلل شوې ناستې ته یې خبرې کولې وویل، چې له امنیتي‌‌ پلوه د افغانستان خلک په سخت حالت کې قرار لري‌ او له هر لوري‌ وژنې او قتلونه ویني او له سیاسي‌ پلوه بیا هیواد له بحران سره مخ دی.

نوموړي‌ وړاندې زیاته کړې، چې په هیواد کې علماء او ژورنالستان خوندي‌ نه دي‌ او په کابل کې وضعیت داسې حالت ته رسېدلی، چې هره کورنۍ سهار خپلو اولادونو ته په دردوونکي‌ ډول خدای پاماني ورکوي او فکر کوي، چې بیا به یې ونه ویني.

عبدالله ددې تر څنګ تایید کړه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک ورته رسېدلی؛ خو دده له قوله، په یاد لیک کې د بیړي‌ څرګندونه شوې او یاده شوې چې نړیوال د افغانستان د قضیې حل کولو ته په بیړه کې دي.

عبدالله په سپیدار ماڼۍ کې د ښځو د ورځې په مناسبت رابلل شوې یوې بلې ناستې ته ویلي، چې د افغان سولې په تړاو د امریکا له تازه وړاندیز شوې طرحې باید ویره ونشي او بحث ورباندې وشي؛ تر څو دده له قوله، نواقص او نیمګړتیاوې له منځه یووړل شي.

د عبدالله له قوله، د امریکا وړاندیز شوې طرحه باید په غور وکتل شي‌ او د افغانستان له ټولو مشرانو سره په مشوره یې په اړه تصمیم ونیول شي.

د عبدالله پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اشرف غني‌ او عبدالله ته په خپل تازه لیک کې پر هغوی ټینګار کړی، چې د سولې خبرې چټکې کړي‌ او له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x