دیني، سیرت او تاریخ

مسلمانانو خپل قسم خوړلی دښمن مه هیروئ!

امرالله عمران

جورج بوش چې کله د نیمې نړۍ کفري هیوادونه د ځان سره ملګري او په افغانستان یې یرغل وکړ، څه یې وویل؟ هغه درپه یاد کړئ! چې ویل یې زموږ جګړه د صلیبي جګړوو ادامه ده …

که له هغې تیر شو او د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر معاون ایوجین خبرې رایادې کړو چې هغه ویلي وو، زموږ او د مسلمانانو ترمنځ کړکیچ د دوو اسلامي او مسیحي تمدنونو جګړه ده او یوه نیمه پېړۍ کیږي چې اسلامي تمدن د مسیحیت په وړاندې په ګونډو شوی.

هو که له دې لږ شاته لاړ شوو او د دمشق د نیولو ورسته د جنرال (غورو) کړنه را یاده کړو چې د صلاح الدین ایوبي قبر ته دریږي او په خپلو ناپاکو پښو لغته ورکوي او وایي صلاح الدینه! موږ بیرته راغلو!

او د اسرائلو د فوځ دا شعار د مسلمانانو زړونه څیري کوي، چې په ۱۹۶۷ کال بیت المقدس ته د خپلو عسکرو د ننوتو پر مهال یې زمزمه کولو او د اسلامي واکمنو په تندي یې تور داغ کیښوده، چې ویل یې نن د خیبر د ورځې په غچ کې محمد صلی الله علیه وسلم وفات شو او تر شا یې انجوني پریښودي.

آه …!

تاسې دا ټول هیرکړه …!؟
ددې پر ځای چې د خپل دښمن په پېغور راویښ شئ، د نورو په څیر مو ځانونه کاڼه واچول لکه هیڅ مو چې نه وي اوریدلي او د نورو په څیر مو په افغانستان کې خپل دښمن خپل دوست وګاڼه او د هغوی خدمت مو د ځان او هیواد ویاړ وګاڼه او په پیردارۍ او ساتنه کې یې له خپل سره تیر شوئ…

رښتیا تاسو د خپل خوږ نبي صلی الله علیه وسلم له کارنامو خبر یئ، د هغه صلی الله علیه وسلم چې تاسې یې د شفاعت تمه لرئ او ځانونه د هغه امتیان کڼئ.
هغه صلی الله علیه وسلم کافرو، یهودو سره څه وکړل او تاسې څه وکړل!؟

یهود څنګه له عربي جزیري و ویستل شول ؟
هغه یهود چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم، د مسلمانانو او د سلام په خلاف به یې دسیسې جوړولې او د خپل مزاج، شرارت، بد عهدي، فتنه انګیزي او تعصب په پایله کې مجاهد پیغمبر صلی الله علیه وسلم  دريواړه قبيلې، چې هغه وخت کې هلته میشت وه، بنې قریظه، بني نظیر، بني قینقاع چې ځینې یې د خپل عمل په سزا ورسول او نور یې مدینې څخه وشړلې چې بیا شام او خیبر ته وتښتیدلې.

خیبر چې د مدینې منورې په شمال غرب کې پروت کوچنی ښار دی، نو کله چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د فتوحاتو لړۍ وغزیدله او خیبر یې فتحه کړ نو هلته یې یهودو ته د جزیې په بدل کې د اوسیدو اجازه ورکړه او د خپل وفات یو کال مخکې یې وفرمایل:
( که تر راتلونکي کال پورې ژوندی پاتې شوم نو بیا به یهود، نصارا ټول کافران له عربي جزیري وباسم) مسند احمد

خو د هغه صلی الله علیه وسلم سره ژوند وفا ونه کړه، بیا عمر رضی الله عنه د خپل خلافت په موده کې د هغه صلی الله علیه وسلم ارمان پوره کړ او یهودو چې د عمري لښکرو په وړاندې د دریدو توان نه درلود نو بې له ځنډه یې د هندوستان، ایران او اروپا لاره ونیوله، هماغه و چې عمر رضی الله عنه عربي جزیره د دوي له شره پاکه کړه.

هماغه یهود بیا د مسلمانانو د بې اتفاقۍ او بېغورۍ په پیل کې یو ځل بیا د برطانویانو په مرسته په (۱۹۴۸ د مۍ ۱۴ ) م د فلسطین په خاوره قابض او غاصب صهیوني حکومت یې جوړ کړه او په (۱۹۶۷)م کال یې د مسلمانانو په لومړۍ قیبله بیت المقدس یې قبضه وکړه او په (۱۹۶۹)م کال یې مسجد اقصی ته اور واچاؤ او د صلاح الدین ایوبي ( رحمه الله)  په نامه یاد منبر یې هم پکې وسوځاوه.

په ۱۹۶۷ کال د اسرائلو د فوځ دا شعار د مسلمانانو زړونه څیرې کوي، چې بیت المقدس ته د خپلو عسکرو د ننوتو پرمهال یې زمزمه کولو او د اسلامي واکمنو په تندي یې تور داغ کیښوده، چې ویل یې نن د خیبر د ورځې په غچ کې محمد صلی الله علیه وسلم وفات شو او ترشایې انجونې پریښودې.

د یهودو دا بریدونه د مسجد اقصی په مغربي دروازه کې وو، کومې دروازې ته چې باب الانبیاء هم وایي او محمد صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه له دغې دروازې مسجد اقصی ته ورننوته او له همدې دروازې سره د نبي کریم صلی الله علیه وسلم براق هم تړلی و.

آه…
اوس موږ مسلمانان په څه حال یو، د عربو له جزیرې راونیسه تر عجمو پورې په دې دومره پراخه ځمکه کې یو نارینه نه پیدا کیږي چې خپل هغه قسم خوړلي دښمن ته چې د اسلام او مسلمانانو له منځه وړل د ځان لپاره یواځینی غوره انتخاب ګڼي، غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

د مسلمانانو په دې دومره پراخه ځمکه کې کوم واکمن پیدا نشو چې د اسرائيلو سره د خپلې لومړنۍ قبلې د ازادۍ جګړه پیل کړي او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ارمان ته یو ځل بیا د عمل جامه ور واغوندي.

اوس صد افسوس په هغه مسلمان چې اوس هم د کفارو په قول او هدف مخ په وړاندې درومي، او خپل قسم خوړلی دښمن نه پیژني، د یو څو پردیپالو او د هغوی په لاس روزل شوو واکمنانو پسې روان دي…

دا باید هېره نشي، په دې پیړۍ کې یو څو افغان شازلمي او د هغوی په لاره تلونکي دي چې خپل قسم خوړلی دښمن یې پيژندلی او د هغوی ښکیلاک ته لکه د سپر په څیر دریدلی.

زه هغه افغاني شازلمي یادوم چې د خپل دین او هیواد د ازادۍ په پار یې د نړیوال کفري ښکیلاک ګریوان ته لاس وراچوه او د دنیا پرمخ د قوي ټیکنالوژۍ لرونکې هیوادونو ګډ حشر یې د خپلو سرونو او غوښو په بدل کې ماتې ته مجبور کړ.

هو نن د هغه سبا شاهدې وایي، چې دا شازلمي پکې د بریا په دروازه د حاکمیت په سټیج دریدونکي وي.

ان شاء الله

شاعر:

د غزا توري دې اذان د وحدانیت خپروي
ته وې د وخت حضرت بلال، له مانه نه هېریږې

تا په نېزو کې اخیستې سرې فرعوني ککرۍ
تا پر ملا خم کړلو دجال له مانه، نه هېریږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx