ادبي لیکني

پښتو ژبه کې په لومړي ځل د ”قواعد الافتاء” کتاب چاپ شو

د افغانستان د پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو د (فقه او قانون/ اسلامي تعلیمات) څانګو او د دیني مدرسو د فقهې، افتاء او قضاء د تخصص د برخې محصلینو لپاره په اصول افتاء کې د «قواعد الافتاء» په نامه کتاب چې د لوړو زده کړو د کریکولم او درسي نصاب مفرداتو ته په کتو لیکل شوی، له چاپه راووت.

دا کتاب د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي فضل هادي سالک لیکلی.

قواعد الافتاء په اصول افتاء کې په پښتو ژبه لومړنی کتاب دی چې د هېواد مشهورو علماوو، پوهاندانو، او دوکتورانو پرې تقریظونه لیکلي او د کتاب متانت او علمي اړخ یې لا غښتلی کړی دی.

د کتاب ژبه روانه او عام فهمه ده. د اړتیا پر وخت عربي متن سره پښتو ژباړه هم لیکل شوې ده. د تفسیرونو، احادیثو او فقهي کتابونو سربېره په کې د مشهورو اسلامي علماوو له اثارو او برېښنایي کتابونو څخه استفاده شوې ده.

د پوهنتونونو محصلین او د فقهې، افتاء او قضاء زده کړیالان کولای شي چې په کابل کې یې له لاندې ادرسونو څخه ترلاسه کړي:
پل خشتي جامع جومات او چوک ترڅنګ، حاجي حسین ګل مرحوم ځاځي مارکېټ، درېیم منزل، امام بخاري کتابون
د مستقبل پوهنتون کتاب پلورنځی – کابل، افغانستان

اړیکشمېره: ۰۰۹۳۷۶۵۲۷۶۹۶۰
واټساپ: ۰۰۹۳۷۷۰۲۵۷۱۶۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x