افغانستانسولې اړوند خبرونه

مسکو د افغان سولې په تړاو ناسته رابولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په قطر  کې د افغانانو خپلمنځي خبرې له بن بست سره  مخ شوې او امریکا  د دوحې توافقنامې ارزونه روانه کړې؛ مسکو د افغان سولې په تړاو د سیمې د یو شمېر  هیوادونو او طالبانو ناسته جوړوي.

د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا  ویاند «فریدون خوځون» پر خپل ټویټر لیکلي، چې د روسیې له لوري د مسکو په ناسته کې د ګډون بلنلیک د پخلاینې عالي شورا ته رسېدلی او اوس مهال یاده شورا په همدې  تړاو په سلا مشورو بوخته ده.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د حکومت رهبري، سیاسي مشران، طالب مشران، امریکا او د سیمې یو شمېر هیوادونه دې ناستې ته بلل شوي دي.

که څه هم تر دې دمه بلل شویو جهتونو په ناسته کې د ګډون او یا نه ګډون پرېکړه له رسنیو سره نه ده شریکه کړې؛ خو دغه ناسته داسې مهال ده، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې له خنډونو سره مخ شوې دي او د څو میاشتو تېرېدو سره، سره لا هم پکې پرمختګ نه دی شوی.

ورته مهال د امریکا نوې اداره د طالبانو او مریکا  تر  منځ د لاسلیک شوې توافقنامې په ارزولو بوخته ده او د کابل حکومت مشرانو ته يې د یوه لیک له لارې واضح کړې، چې بهرني ځواکونه ښايي په می میاشت کې له افغانستانه ووځي او له دې سره جوخت د هیواد امنیتي وضعیت خراب شي او طالبان لاسته راوړنې ولري.

په یاد لیک کې ټینګار شوی، چې د افغان سولې خبرې باید چټکې شي او د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې په ترکیه کې د طالبانو او حکومتي چارواکو تر  منځ د لوړې کچې ناسته جوړه شي، تر څو د سولې خبرې چټکې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x