افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د بایډن په واکمنۍ کې په لومړي ځل اسلام اباد ته تللی او هلته یې د یاد هیواد له نظامي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستاني پوځ د اعلامیې په اساس زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ د لوی درستیز «جنرال قمر جاوید باجوه» سره لیدنه کړې او دواړو لورو د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

ورته مهال اسلام اباد کې مېشت خبریال «طاهر خان» وايي، په دې لیدنه کې خلیلزاد-باجوه ته د ا فغان سولې په تړاو د واشنګټن له لوري وړاندیز شوې تازه طرحه له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې ده.

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې د واشنګټن له لوري د افغان سولې بهیر د چټکتیا او په خبرو کې د شته بن بست د ماتېدو په موخه یوه نوې طرحه وړاندې شوې او د کابل حکومت پر چارواکو غږ شوی چې له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره هڅې چټکې کړي.

په دې طرحه کې ویل شوي، چې ملګري ملتونه به د پاکستان، ایران، هند، روسیې او چین له استازو سره وویني او هغوی به قانع کړي چې له افغان سولې ملاتړ وکړي؛ ځکه په افغانستان کې د ثبات ګټه یادو شویو هیوادونو ته رسېږي.

په دې طرحه کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې او واضح شوې، چې امریکا د نورو انتخابونو تر څنګ په می میاشت کې له افغانستانه د خپلو عسکرو په ایستلو هم غور کوي.

بل لور ته د کابل حکومت چارواکو بیا د امریکا له تازه طرحې سره مخالفت ښودلی او د یادې طرحې په اساس تامینیدونکې سوله یې د تسلیمي په معنا بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x